imam Ghazali Ki Taleemat

Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

او مقبوليت هر څه پريښودل ، د صوفياء لباس ئې واغوستلو او د مُجاهداتو د پاره شام ته روان شولو.([1])

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هِمَّت اوګورئ! داسې عِزَّت او شُهرت ، مُقام او مرتبه چې لوئ لوئ عُلَماء به ورته د شاګرد په طور مخې ته کښيناستل ، وزيرانو او مُشِيرانو به ئې ادب کولو ، داسې شان و شوکت يو دم پريښودل آسانه خبره نه ده بلکه د لوئ هِمَّت او حوصلے خبره ده.

   لِـهذا مونږ ته هُم پکار دي چې صرف په دُنيا او مال و دولت پسې منډې نه وهو ، هر وخت په دې فِکر کښې اخته نه اوسو چې ګنې که يو څو ورځې کار مې بند شو يا کم شو نو بچي به مې څه خوري ، کار به مې تباه شي ، دا ټولې شيطاني وسوسے دي ، مونږ ته د خپل مرګ وخت نه دے معلوم ، هسې نه چې مونږ په اوګږدو اوګږدو اميدونو کښې اخته يُو او مرګ ناڅاپه راشي او د نيکو خزانه ځان سره وړلو نه محرومه پاتې شو ، اوګورئ! امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته الله پاک دومره عِزَّت او شُهرت ورکړے وو ، هغوئي د جامعه نظاميه د ټولو نه لوئي اُستاذ وو ، د هغوئي هُم بال بچي وو ، خو د هغوئي د پاره د خير دروازه برسيره شوي وه ، د وخت بادشاه ورته سوال زاري کوي چي محترمه! تاسو مه ځئ ، خو هغوئي هيڅ چا ته هُم اُو نه کتل [بال بچي ئې ځان سره کړل] او شام ته لاړلو ګوشه نشين شولو ، بيا الله پاک په هغوئي هغه کرم اوکړو چې د خپل قُرب [يعني نزديکت] دروازے ئې ورته برسيره کړې او د وِلايت اوچته مرتبه ئې ورعطا کړه ، صِدِّيقِيَت د وِلايت د ټولو نه اوچته مرتبه ده او امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته الله پاک د صِدِّيقِيَت مرتبه عطا کړي وه. ځکه مونږ ته هُم د الله پاک نه پوخ اُمِّيد ساتل پکار دي چې که مونږه د دِين کار کوو ، عِلمِ دِين حاصلوو او


 

 



[1]   فیضان امام غزالی ، صفحہ : 27ملخصًا۔