Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat
وي؟ الله پاک په شپږمه سيپاره ، سورۀ مائده ، آيتِ نمبر 35 کښې اِرشاد فرمائي :
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ (پ ۶ ، المآئد ۃ : ۳۵)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے ایمان والؤ! د الله نه اُويَريږئ او د هغه طرف ته وسيله اولټوئ.
حکيمُ الاُمَّت مُفَسِّرِ قرآن حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت نه لاندې ليکي : [د هغې مفهوم دے] د هر څيز د تلاش د پاره دروازے جُدا جُدا دي ، د هرې سُوادا د لټون د پاره بازارونه او دُکانونه جُدا جُدا دي ، د هغه څيز د لټون د پاره هغه دروازو ، هغه دوکانونو او بازارونو ته تلل ضروري وي ، که د الله پاک بارګاه ته رسيدل غواړئ نو د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دروازے ته ورشئ ، او که د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دربار ته رسيدل غواړئ نو د اوليائے کرامو دروازے ته ورشئ. ([1]) نور فرمائي : په دې آيت کښې د تقویٰ نه پس د وسيلے تلاش کولو حُکم ورکړے شوے دے ځکه چې يو مُتَّقِي هُم که د تقویٰ هرې درجے ته اورسي د وسيلے نه نه شي بے نيازه کيدلے ، لِـهذا يو مُتَّقِي مسلمان دِ دا نه ګنړي چې زه خو مُتَّقِي شوے يم ، اوس ما ته الله تعالٰى ته رسيدلو د پاره د وسيلے ضرورت نشته ، څنګه چې هر مُؤمِن د اعمالو او تقویٰ حاجت مند دے ، هُم دغسې هر مُتَّقِي د وسيلے مُحتاج دے. ([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زيات و کم 11 کالو پورې ګوشه نشين اوسيدلو او د الله پاک عبادت