imam Ghazali Ki Taleemat

Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

او رِياضت به ئې کولو ، په دې دوران کښې څه فِتنو سر راپورته کړو ، د هغه فتنو د مقابلے د پاره د يو ماهر عالِم ضرورت وو ، چنانچه د هغه وخت بادشاه امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته خط اوليکلو  او درخواست ئې اوکړو چې خلوت نشيني پريږدئ او بغداد ته تشريف راوړئ او اُمَّت ته د فِتنو نه نجات ورکړئ. د بادشاه په بيا بيا درخواست کولو باندې اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بعضې صوفياء سره مشوره اوکړه ، ټولو هُم دا اُووئيل چې اوس د ګوشه نشينئ وخت نه دے بلکه اوس د فتنو د مقابلے او اُمَّت د ګُمراه کيدلو نه د بچ کولو وخت دے ، بعضې صوفيائے کرامو ته غيبي اشارے هُم ملاو شوې چې اوس ګوشه نشيني پريښودل ضروري دي ، چنانچه امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوباره د درس و تدريس مَسنَد ته تشريف راوړلو او د فِتنو په مخ نِيوي کښې مصروف شولو.

      امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يو وخت کښې په درې محاذونو باندې د فِتنو مقابله اوکړه :

      )۱( په هغې کښې وړومبے محاذ اَهلِ فَلسَفه وو ، د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دور کښې فَسلفه په عُرُوج وه او فَلسفيانو به اسلام د عقل په تله تللو او په قرآنِ مجيد ، حديثونو او د اسلام په بُنيادي عَقائدو باندې ئې قِسماقِسم اعتراضات کول ، امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ميدان ته تشريف راوړلو او په نهايت تحقيقي انداز ئې د فلاسفه د اعتراضاتو رد اوکړو او د فلسفے په بُنياد ئې عقلي اعتراضات هُم قائم کړل او په دې باره کښې ئې د کتابونو ليکلو په ذريعه د اسلام حفاظت اوکړو.

      )۲( هُم دغسې د امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دَور کښې فِرقۀ باطِنِيه هُم په عُروج وه ، دا فِرقه هُم د اُمَّت د ګمراه کولو د پاره د اسلام بنيادي عَقائدو بدلو او د خپلو باطِلو تعليماتو په عام کولو کښې مصروفه وه ، امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دغه ګُمراه کُن فرقے هُم په سختئ سره رد اوکړو او د اُمَّت د عَقائدو حفاظت ئې اوکړو.