imam Ghazali Ki Taleemat

Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

لِیَعْبُدُوْنِ(۵۶)

صرف د دې د پاره پيدا کړي دي چې زما عبادت اوکړي.

 

      په دې آيت باندې به مونږ څنګه عمل کوو چي عبادت ګُزاره جوړ شو؟ د دې د پاره امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوارلس څيزونه بيان کړي دي ، چې په بنده کښې دا 14 څيزونه پيدا شي نو هغه به واقعي عبادت ګُزار جوړ شي.

په هغې کښې وړومبے څيز : عبادت ګُزار هُم هغه کس جوړيدے شي څوک چې عِلم لري ، چا ته چې دا نه وي معلومه چې کوم کوم څيزونه عبادت دے او کوم کوم څيزونه عبادت نه دے نو هغه به عبادت ګُزار څنګه جوړ شي؟ بيا کوم څيز دے چي په هغې عبادت ضائع کيږي ، کوم څيزونه عبادت په ګناه کښې بدلوي ، کوم څيزونه داسې دي چې پخپله عبادت نه دي خو هغه څنګه په عبادت کښې بدل کړے شي ، بنده چې خپل د روزانے کارونو له ځي راځي هغه څنګه په عبادت کښې بدل کړي. نو چې بنده ته دا ټول علم وي نو هغه به د خپل وخت صحيح اِستعمال کولے شي او که دا علم نه لري نو دا هر څه به څنګه اوکړي؟ امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حديثِ پاک نقل کوي چې : نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي :  : اَلْعِلْمُ اِمَامُ الْعَمَلِ وَالْعَمَلُ تَابِعُہٗ  عِلم د عمل اِمام دے او عمل د هغې تابِع دے. ([1])

دويم څيز : بيا عِلم دوه قِسمه دے : (۱)  يعني هغه عِلم کوم چې صرف د ژبې پورې وي ، زړه ته نه کوزيږي ، د دې عِلم هيڅ فائده نشته ، دا به په ورځ د قيامت د انسان خلاف


 

 



[1]   ترغیب وترہیب ،  صفحہ : 43 ، حدیث : 8 بتغیر قلیل۔