imam Ghazali Ki Taleemat

Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

ګواهي ورکوي (۲) دويم علم : عِلْمٌ فِی الْقَلْبِ  يعني هغه علم چې په زړه کښې دے.[1] دا اصل علم دے ، چې کله دا عِلم حاصل شي نو بنده په خپلو اعمالو پوهه شي ، خپل ګناهونه ويني ، خپلې خطاګانې ورياديږي ، د قبر منظر ئې د سترګو په وړاندې وي ، قيامت ورياديږي ، د الله پاک په بارګاه کښې د پيش کيدلو منظر ورياديږي ، بيا بنده په زړه کښې پښيمانه او شرمنده شي ، د خپل ځان نه ئې کرَکه اوشي ، د سترګو نه ئې اُوښکې روانې شي او زړه ئې بے سکونه شي ، امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : بيا دِ بنده غُسل اوکړي ، صفا جامے دِ واغوندي ، يواځې ځائے ته دِ لاړ شي ، صَلٰوةُ التَّوبَه [يعني د توبے لـمونځ] دِ اوکړي او په سجده کښې دِ الله کريم ته د زړه د اخلاصه توبه اوکړي ، آئنده کله د ګناه نه کولو پخه وعده دِ اوکړي او د نيکو کولو د نوي ژوند تيرولو پخه اراده دِ اوکړي ، که قضا لـمونځونه ، روژے او مالي حقوق ئې په ذِمه وي نو هغه دِ ادا کړي ، که چا ته ئې تکليف رسولے وي نو معافي دِ ترينه واخلي ، دغسې بنده د ګناهونو نه پاک شو ، اوس د عبادت په لاره تللو د پاره تيار دے. ([2]) خو اوس به د هغه مخې ته څلور غټ رُکاوټونه ولاړ وي :

      وړومبے رُکاوټ : دُنيا : مَثَلًا وسوسے به ورځي چې دا عبادتونه چې زه کووم او په دې کښې دومره وخت ورکووم ، * دا چرته زما دُنياوي ترقئ کښې رکاوټ جوړ نه شي ، زما د دُنياوي مستقبل به څه کيږي * زما اميدونه به څنګه پوره کيږي * لوئ سړے جوړيدل غواړم ، فلانکئ عُهدے ته رسيدلم غواړم ، څنګه به رسيږم * ګِيره مې پريښودله ، عمامه مې په سر کړه ، جُمات ته ځم راځم ، معاشره به ما ته په څه نظر ګوري ، نکاح يعني واده به مې اوشي که نه؟ وغيره.


 

 



[1]   جامع علوم وحِکَم ، صفحہ : 351۔

[2]   منہاج العابدین ، دوسرا باب ، توبہ کے بیان میں ، صفحہ : 73ماخوذًا۔