imam Ghazali Ki Taleemat

Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې د دې ټولو خبرو علاج دا دے چې د دُنيا په ځائے دِ آخرت ته ترجيح ورکړے شي ،  اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عَلِـىُّ الْمُرْتَضٰى رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  فرمائي : دُنيا ختميدونکي ده او آخرت باقي پاتې کيدونکے دے ، د دې دواړو طلبګار شته دے ، اے خلقو! دُنيا والا مه جوړيږئ! آخرت والا جوړ شئ....! نن د عمل وخت دے ، د حساب نه ، صبا به د حساب ورځ وي ، عمل به نه شئ کولے. ([1])

      دويم رکاوټ : خلقو سره ناسته ولاړه : چې د عبادت په لاره راځئ نو يقيناً عبادت له به وخت ورکوئ خو بيا وسوسے پيدا شي چې سيل تفريح ، ګپ شپ ، سوشل ميډيا دا هر څه خو به پاتې شي ، نو ياد ساتئ چې کوم دوستان يا خپلوان [بِلا اجازتِ شرعي] په عبادت کښې رُکاوټ جوړيږي نو هغه دراصل دوستان نه بلکه دُشمنان دي ، نو په داسې صورت کښې ورځ د قيامت او ميدان محشر ياد کړئ چې هلته به هر سړے نفسي نفسي وائي ، مور و پلار خويندې ورونړه او بال بچي به د يو بل نه ځان خلاصوي او څوک به يو بل ته يوه نيکي ورکولو ته تيار نه وي ، نو دغه وخت به د خلقو په وجه په دُنيا کښې د عبادت نه محرومه کيدلو والا څومره افسوس کوي ، چنانچه الله پاک په قرآنِ پاک کښې اِرشاد فرمائي :

یٰوَیْلَتٰى لَیْتَنِیْ لَمْ اَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِیْلًا(۲۸)                     (پارہ ۱۹ ، سورۃالفرقان : ۲۸)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : هائے زما خرابي ، کاش چې ما په څه طريقه فلانکے دوست نه وے جوړ کړے.

      دريم او څلورم رُکاوټ : نفس و شيطان : شيطان خو هُم دا غواړي چې بنده د عبادت نه لرې اوسي ځکه بنده ته قسما قِسم وسوسے ور اچوي او نفس هر وخت د خوندونو او


 

 



[1]   بخاری ، کِتَابُ الرِّقَاق ، صفحہ : 1581۔