Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat
شريف اوليکلو ، تر څو پورې چې زما نوم په هغې کښې ليکلے پاتې وي ، فرښتے به د هغه د پاره مسلسل د بخښنې دُعا ګانې کوي.([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخکښې ښه ښه نِيَّتونه كوو : فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : “ نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ “ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[2]
مَدَني ګل : نيك او جائز كار کښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
* ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرې پورې بيان واورئ * پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ * كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د والِد صاحب قابِلِ تقلِيد عمل
د پينځمئ صدئ هجرئ خبره ده ، د ايران د زړے تاريخي صوبے خُراسان په ضلع طُوس کښې به د الله پاک يو نيک بنده اوسيدلو ، د هغوئي خپل نوم هُم محمد وو د والِد