imam Ghazali Ki Taleemat

Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

سهولتونو خواهش مند وي ، بالکل عبادت ته نه تياريږي ، د دې علاج دا دے چې شيطان سره جنګ اوکړے شي او په نفس باندې په زور د عبادتونو بوج ور واچولے شي.

      چې کله بنده د دې ټولو رُکاوټونو علاج اوکړي او د دې نه ځان خلاص کړي او د عبادتونو په لاره روان شي نو بيا څلور قسمه نور رُکاوټونه مخې ته راشي او بيا د هغو په وجه په عبادت کښې تَوجُّه خرابه شي :

      اول رِزق : مَثَلًا په لـمانځه کښې هُم د دُکان خيال ورځي ، زړه ئې په کاروباري معاملاتو کښې نښتے وي ، د بچو فکر اخستے وي ، د ضرورياتو او خواهشاتو خيالونه ورځي ، په عبادت کښې ئې زړه نه لګي ، په دې حالاتو کښې بنده د عبادت نه په شا کيږي خو هغه له پکار دي چې عبادت نه پريږدي بلکه په الله پاک باندې تَوَکُّل اختيار کړي ، الله پاک اِرشاد فرمائي :

وَ مَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَى اللّٰهِ فَهُوَ حَسْبُهٗؕ-

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او څوک چې په الله تَوَکُّل اوکړي نو هغه له الله کافي دے.

 

دويم : فضول خيالات او سوچونه : بيا بنده په مختلفو خيالاتو کښې ګير شي ، بنده په دې ويره کښې اخته شي چې که زه د عبادت په لاره روان شم نو زما د کور د کسانو به څه کيږي؟ هائے! چرته ديوال راباندې راپرينوځي! چرته اوس په دې ساعت مړ نه شم ، غرض دا چې د کومو خبرو نه بنده يَريږي د هغې خيالات ئې په زړه کښې راځي. د دې علاج دا دے چې بنده دِ خپل ټول معاملات الله پاک ته حواله کړي او دا دِ اُووائي : څنګه چه الله پکا اِرشاد فرمائي :

 

وَ اُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَى اللّٰهِؕ-

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او زه خپل کار الله ته سپارم.