imam Ghazali Ki Taleemat

Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

            دريم او څلورم : دُنيوي تکليفونه او قضائے اِلٰهى : بنده چې کله د عبادت طرف ته مُتَوَجِّه شي نو څو څو قِسمه مصيبتونو کښې اخته کيږي ، خلق پيغورونه ورکوي ، بد رد ورته وائي ، قسما قِسم تکليفونه ورکوي ، دغسې کله بيمار شي ، کله يو تکليف کله بل تکليف ، کله تنګدستي ، کله بے روزګاري ، کله کورنئ پريشانئ ، کله بيروني مسائل ، د دې ټولو علاج دا دے چې بنده صبر کوي او د الله پاک په رضا راضي اوسي ، اِنْ شَــآءالـلّٰـه د الله پاک خاص مدد او نُصرت به ئې نصيب شي ، الله پاک اِرشاد فرمائي :

 

اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ(۱۵۳)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : بيشکه الله صبر کوونکو سره دے.

      چې کله بنده دا څلور کارونه اوکړي نو بيا يوه مسئله دا پيښه شي چې استقامت نه مُومي ، نفس ئې سُستي کوي ، نيکو ته ئې رَغبت نه پيدا کيږي ، په نيکو اعمالو کښې ئې زړه نه لګي ، د دې علاج دا دے چې بنده دِ په ځان کښې خوف [يعني د الله ويره] او رَجا [يعني اُمِّيد] پيدا کړي ، يعني د نيکو په بدله کښې د حاصليدونکي ثواب اُمِّيد دِ ساتي ، جَنَّت او د هغې نعمتونه دِ ياد کړي ، د الله پاک د انعاماتو تَصَوُّر دِ په ذهن کښې پوخ واچوي ، د نيکو اعمالو د فضائلو مطالَعه دِ کوي او ورسره ورسره دِ د جَهنَّم د عذاباتو او د قبر او د الله پاک د ناراضئ تصور اوکړي ، د حشر ګرمي دِ راياده کړي او په زړه کښې دِ د الله پاک ويره راپيدا کړي نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى په عبادت به ورته اِستِقامت حاصليدل شروع شي.

      بيا چې کله بنده د خوف و رَجا په ذريعه د عبادت په لاره روان شي نو بيا ورته شيطان ډير په قلاره چال باندې په زړه کښې رياکاري او خود پسندي ور اچوي ، د رياکارئ علاج اخلاص دے چې بنده صرف د الله پاک د رضا د پاره عبادت کوي او د الله پاک احسانات ياد لري ، د هغه نعمتونه ياد لري او دا سوچ دِ اوکړي چې که الله پاک ما له توفيق