Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat
اَلْحَمْدُ لِلّٰه په نيکو اعمالو باندې د عمل كولو په بركت هغه ته سُوْرَۀمُلْك زباني ياد شوے دے. دغه شان د حيدرآباد سندھ يو اسلامي ورور ته د رَجَبُ الْمُرَجَّب په مياشت 1426ھ كښې يوه شپه په خوب كښې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو. خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته په خوب كښې څه داسې اوفرمائيل : څوك چې په دې مياشت كښې هره ورځ پابندئ سره د نيکو اعمالو متعلق د خپلو اعمالو جائزه واخلي ، الله پاك به د هغه بخښنه اوكړي.
نوټ : د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول کښې به ئې مخكښې “ نيک اعمال “ ته “ مَدَني انعامات “ وئيل۔
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا
جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې د ناستې يو څو سنتونه او آداب واورو : * سُرِين په زمكه لګوئ او دواړه زنګونان اُودروئ او دواړه لاسونه ترينه چاپيره كوئ او په يو لاس بل لاس نيسئ ، داسې كښيناستل هُم سُنَّت دي. (خو په