imam Ghazali Ki Taleemat

Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

دې دوران كښې زنګونان په څادر وغيره پټول مناسب دي) (مِراٰةُ المناجيح ج٦. ص٣٧٨ )   * پرلت وهل هم د نبي كريم صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ثابت دي. * كوم ځائے كښې چې څه لـمر او څه سورے وي هلته مه كښينئ. د حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  نه رِوايت دے چې خوږ نبـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : “ چې كله په تاسو كښې څوك په سوري كښې وي او د هغه نه سورے رُخصت شي او هغه په څه لـمر او څه سوري كښې پاتې شي نو هغه له پكار دي چې د هغه ځائے نه پاڅي. “ (سُنَنُ اَبـى داوٗد ، كتاب الادب باب فِـى الجلوس بين الظل والشمس ، الحديث : ٤٨٢١ ، ج٤ ، ص٢٤٤)  * مخ په قبله كښينئ. (رَسائل عطَّارِيَّه ، حصَّه٢ ، ص٢٢٩)  *  اعلٰى حضرت ، امامِ اهلسنت ، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه ليكي : د پير او اُستاذ په نشست [يعني د ناستې په ځائے] باندې د هغوئي په غير موجودګئ كښې هم مه كښينئ.  (فَتَاوىٰ رَضَوِيَّه ، ج٢٤ ، ص٣٦٩ ، ٤٢٤ )   * چې كله اجتماع يا مجلس ته لاړ شئ نو د مخكښې تللو د پاره په خلقو د پاسه مه اوړئ چرته چې ځائے وي هلته كښينئ. * چې كله كښينئ نو پيزار اُوباسئ ستاسو ښپے به آرام مومي. (اَلجامِعُ الصَّغِير ، الحديث٥٥٤ ، ص٤٠) * د مجلس نه چې فارِغ شئ او دا دُعا درې ځله اولوَلئ نو ګناهونه به مو معاف شي. او كوم مسلمان ئې چې مجلِسِ خير او مجلِسِ ذكر كښې اولولي نو د هغه د پاره به په هغه خير مهر اولګولے شي. هغه دُعا دا ده : “ سُبْحٰنَكَ  اللّٰھُمَّ  وَ بِحَمْدِكَ  لَاۤ   اِلٰہَ  اِلَّا  اَنْتَ  اَسْتَغْفِرُكَ  وَ اَتُوْبُ  اِلَیْكَ “ تَرجَمه : ستا ذات پاك دے او اے الله! هُم تا لره دي ټول صِفتونه ، ستا نه سوا هيڅ څوك د عبادت لائق نشته ، ستا نه بخښنه غواړم او ستا طرف ته توبه كووم. (سُنَنُ اَبـى داوٗد ، كتاب الادب ، باب فِـى كفارة المجلس ، الحديث : ٤٨٥٧ ، ج٤ ، ص٣٤٧) * چې كله يو عالِم باعمل يا مُتَّقي كس يا سيِّد صاحب يا