Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat
مور و پلار راشي نو تعظيماً [يعني ادباً] اودريدل ثواب دے. * حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه ليكي : د بزرګانو په راتلو دا دواړه كارونه يعني تعظيمي قيام او استقبال جائز بلكه سُنَّتِ صحابه دے بلكه د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّتِ قولي دے. (مِراٰةُ المناجيح ج٦ ، ص٣٧٠ )
اے زمونږه خوږه الله عَزَّوَجَلَّ! مونږ ته د ناستې ولاړې په سُنَّتو او آدابو د عمل كولو توفيق راكړې. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ او د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دوه رسالے “ 101 مدنى پهول “ او “ 163 مدني ګلونه “ هديةً واخلئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود
اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ