Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat
ورکوي ، لِـهذا پکار دي چې هغه له ښه نُوم کيږدي.([1]) )۲( بيا د نُوم معنٰی ښه کيدلو سره سره بهتره دا ده چې هغه نُوم د انبيائے کرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام سره يا صحابۀ كرامو ، يا اوليائے کرامو سره نِسبت هُم لري. د الله پاک آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په نُوم کښې د نِسبَت اهتمام فرمائيلو ، حضرتِ سَيِّدُنا اَنَـس بن مالِك رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي : يوه ورځ د سحر په وخت کښې مَدَني سرکار د دواړو جهانو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو او اُوئې فرمائيل : الله کريم ما ته ځوئ عطا کړو ، ما د هغه نُوم د خپل نيکه حضرت اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په نِسبَت اِبراهِيم کيښودلو.([2])
په حديثونو کښې د “ محمد “ نوم کيښودلو ډير فضيلت بيان شوے دے. د حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه حديثونه واورئ! * څوک چې په عِشقِ مُصطَفىٰ کښې ، د بَرَكت د پاره د خپل ځوئ نُوم محمد کيږ دي ، هغه او د هغه ځوئ به جَنَّت ته ځي.([3]) * چا چې د بَرَكت د پاره زما په نُوم ، نُوم کيښودلو ، تر قيامته به سحر او ماښام په هغه برکت نازليږي.([4])
آنکھوں کا تارا نامِ محمد دِل کا اُجالا نامِ محمد
شیدا نہ کیوں ہوں ، اس پر مسلماں رَبّ کو ہے پیارا نامِ محمد
روزِ قیامت میزان و پُل پر دے گا سہارا نامِ محمد([5])