Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat
دے : اِمَامُ الْبَحْر (یعنی د علم و فن امام) هُم دے ، د هغوئي استاد اِمامُ الْحرَمَين ، امام جُوَیْنی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل : اَلْغَزَالِی بَحْرٌمُغَدَّقٌ یعني غزالي د عِلم چپے وهونکے سمندر دے.([1]) اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فَتَاوىٰ رَضَوِيَّه کښې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د “ حکيمُ الاُمَّت “ په لقب ياد کړے دے.([2]) امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په اسلام باندې اعتراض کوونکي بد مذهبه او کافران په خپلو مضبوطو دلائلو خاموشه کړل ، ځکه هغوئي ته حُجَّةُ الْاِسلام (يعني د اسلام دليل) هُم وائي. هغوئي ته ډير حديثونه ياد وو ، د هغوئي د علم چرچے په دُنيا کښې خوَرے وې ، لويو لويو علماؤ به د هغوئي نه فيض اخستلو خو د علم دومره شوق ئې لرلو چې د آخري عمر پورې ئې عِلمِ حديث زده کولو او په عِلم حاصلولو حاصلولو کښې د دُنيا نه رُخصت شولو ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 55 کالو په عُمر کښې په 14 جُمادَى الْاُخْرٰى 505 هجري کښې د دُنيا نه سفر اوکړو ، د وفات په وخت کښې ئې د حديثونو مشهور کتاب بُخاري شريف په سِينه د پاسه کيښودے وو ([3]) عَلَّامه اِبنِ جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سحر رابيدار شو ، اودس ئې اوکړو ، د سحر لـمونځ ئې ادا کړو ، بيا ئې کفن را اوغوښتلو ، سترګو ته ئې اولګولو او دا ئې اُووئيل : زما د ربّ حُکم په سر سترګو ، دومره ئې اُووئيل او مخ ئې قبلے ته کړو او ښپې ئې خورې کړې. چې خلقو اوکتلو نو رُوح مبارک ئې ختلے وو. د هغوئي مزار مبارک د طُوس ، ضلع خُراسان په “ مقابِرِ غزالي “ نومې قبرستان کښې دے. ([4])