Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay
كيدل د مالدارئ نه زيات بِهتر دي او نيك طبيعته كيدل د ډيرو نعمتونو مجموعه ده. ([1])
حضرت سَيِّدُنا محمد بِن كَـعْـب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ارشاد مبارك په وضاحت کښې فرمائي چې د بدن صحت مند كيدل په عبادت كولو كښې مدد وركوي. صحت يو عظيم نِعمَت دے. بيمار او سُست انسان د عبادت كولو نه لاچاره او عاجزه وي او د صحت و تندُرستئ سره غريبي د دې خبرې نه بهتره ده چې د لاچارئ [يعني په خپلو لاسو ښپو د څه کولو د طاقت نه لرلو] سره مالداري وي او نيك طبيعته كيدل يو داسې روحاني خوشحالي ده چې د دې په سبب الله پاك خپل بنده ته د اطاعت كولو توفيق وركوي او (په عبادت کولو باندې) د تنګيدلو نه پاك ژوند او بدن ورعطا كوي او هغه ته (د دُنيا) د خوفناكو خطرو نه امن وركوي او چې كله ژوند د خطرو او انديښنو نه محفوظه شي او تنګي نه محسوسوي نو زړه ژوندے اوسي او نفس مطمئن شي، داسې كس په نعمتونو مالا مال شي. ([2])
(۱): بخاري شريف، حديث نمبر: 6223 کښې دي: اِنَّ اللہَ یُحِبُّ الْعِطَاسَ ویَکْرَہُ التَّثَاؤُبَ بيشکه الله پرنجے خوښوي او هوَکے نه ناخوښه ګنړي۔([3]) حضرتِ عَلَّامه عبدُ الرَّءُوف مُناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې وجه بيانولو کښې فرمائي: هَوَکے د زيات خوراک په وجه