Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay
راځي او دا د سُستئ علامت دے ځکه الله پاک ته ناخوښه دے۔([1]) معلومه شوه چي الله پاک او د هغه حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُستئ علامتونه هُم نه خوښوي۔
(۲): مكِّـى مَدَنـى تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت مُتَعَلِّق د څلورو څيزونه په باره کښې ويره ښکاره کړي ده، فرمائي: اَخْشٰی مَاخَشَیْتُ عَلٰی اُمَّتِی [يعني] زه چې د خپل اُمَّت په مُعامله کښې د کومو خبرو زياته ويره لرم هغه دا دي: * د خيټې غټ کيدل (د دې نه مُراد قدرتي پيړ والے نه دے بلکه عُلَماء فرمائي هغه پيړوالے بد دے کوم چې د زيات خوراک څښاک او عَيش و عِشرت په ذريعه پخپله پيدا کړے شي) * مُدَوَامَۃُ النَّوْمِ زيات اُوده کيدل * اَلْکَسْلُ سُستي * وَضُعْفُ الْیَقِیْنِ او د يقين کمزوري۔([2])
(۳): يو ډير ښکلے حديثِ پاک دے، آخري نبي، مكِّـى مَدَنـى تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلصَّبْرُ نِصْفُ الْاِیْمَان صبر نِيم ايمان دے۔ ([3]) حضرتِ عَلَّامه عبدُ الرَّءُوف مُناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح کښې فرمائي: ايمان د زړه د يقين نوم دے او د دې ايمان ډيرې تقاضے دي، لـمونځ د ايمان تقاضه ده، زکوٰة د ايمان تقاضه ده، حج د ايمان تقاضه ده، د نيکئ دعوت ورکول د ايمان تقاضه ده، د بدو نه منع کول د ايمان تقاضه ده، خير ښيګړه کول د ايمان تقاضه ده، دوه څيزونه د ايمان په دې تقاضو باندې عمل کولو کښې رُکاوټ جوړيږي: (1) سُستي (2) د نفس خواهش،