Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay
خلق وائي زه فلانکي وخت کښې فارِغ يم، دا جمله د يو مسلمان د خُلې نه ښه نه ښکاري، ځکه چې د مرګ نه پس زمونږ سفر ډير اُوګږد دے او د هغې تياري مونږ په هُم دې ژوند کښې کولے شو نو مونږ چرته فارغ کښيناستلو شو؟ الله پاک په قرآنِ مجيد ديرشمه سيپاره سُوْرَۃُالْاِنْشِقاق آيت نمبر 6 کښې اِرشاد فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ اِنَّكَ كَادِحٌ اِلٰى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلٰقِیْهِۚ(۶)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے انسانه! بےشکه ته ضرور د خپل رب په طرف منډه کوونکے ئې، بيا به هغه سره مخامخ کيږې۔
د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والِد محترم مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل کوي چې: قاضي شُرَيح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يو ځائے تيريدلو نو دوه سړي ئې په فُضُول کار کښې مصروفه اوليدل نو اوئې فرمائيل: : اَلْفَارِغُ مَااُمِرَ بِہٰذَا يعني فارِغ [وزګار] کس ته د دې حُکم نه دے ورکړے شوے، بيا ئې د سُوْرَة اَلَمْ نَشْرَحْ آيت نمبر 7 تلاوت کړو، الله پاک اِرشاد فرمائي:
فَاِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْۙ(۷)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : چې کله ته وَزګار شې نو ښه ډير کوشش کوه۔
مطلب دا چې کله د يوه عبادت نه وزګار شې نو بل عبادت شروع کړه او يو وخت هُم د عبادت نه بغير مه پاتې کيږه ځکه چې ستا د پيدا کيدلو اصل مقصد صرف عبادت دے۔ ([1])
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ځان نه ناراستي لرې کړئ، ځان مصروفه ساتئ، د خپلو 24 ګينټو جدول جوړ کړئ، په هغې کښې يو ساعت هُم وزګار مه پريږدئ، په