Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

کولو بهانے مه لټوئ کار نه کول خپله کاميابي مه ګنړئ بلکه د کار کولو په طريقو باندې غور کوئ، مَثَلًا د يخنئ په موسم کښې د سحر د لـمانځه د جَمعې [اِمامتئ سره د لـمونځ کولو] وخت دے او نفس دا غواړي چې په کور کښې لـمونځ اوکړي نو نفس که هر څومره سستي کوي تاسو وختي فائدے ته مه ګورئ بلکه د جَمعې د لـمانځه پريښودلو په نقصان باندې غور اوکړئ چې بے اِجازَتِ شرعي د جَمعې لـمونځ پريښودل ترکِ واجِب او سخته ګناه ده، او جَمعې سره لـمونځ کول د حديثونو مطابق 27 درجے او په يو روايت کښې 25 درجے ثواب دے نو تاسو د يخنئ نه بچ کيدلو د نفس د بهانے نه ځان اوساتئ او دائمي فائدے ته اوګورئ، او خپل وخت قيمتي کړئ ځکه چې د مسلمان د وخت قيمت جَنَّت دے۔ يوولسمه سيپاره، سُوْرَةُ التَّوبه، آيت نمبر 111 کښې الله پاک اِرشاد فرمائي:

اِنَّ اللّٰهَ اشْتَرٰى مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اَنْفُسَهُمْ وَ اَمْوَالَهُمْ بِاَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَؕ-

 [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : بےشکه الله پاک مسلمانانو نه د هغوئي مالونه او ځانونه اخستي دي په دې بدله کښې چې د هغوئي د پاره جَنَّت دے

      مشهور صوفي بُزرګ مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اوګورئ! الله پاک تاسو، ستاسو وخت، ستاسو ځان، ستاسو مال او کاروبار اخستي دي چې دا څيزونه د الله کريم په لاره کښې خرچ کړئ نو ستاسو د پاره د هميشه اوسيدلو جَنَّت دے، مسلمانانو! د الله پاک په نزد ستاسو داسې قيمت دے، که تاسو (خپل وخت په ګناهونو کښې تير کړئ او) ځانونه د دوزخ په بدل کښې خرڅ کړئ نو په ځان به ظُلم اوکړئ۔([1])


 

 



[1]...فیہ ما فیہ، صفحہ:8۔