Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay
غوټه هُم خلاصه شي، بيا هغه خوشحاله خوشحاله او تر و تازه سحر کړي، ګنې په غمګين زړه او سستئ سره سحر کړي. (بُخارى ج ١ ص ٣٨٧ حديث ١١٤٢)
(۱۰) د خپلې مُحاسبے عادت جوړ کړئ
آخري طريقه چې د دې په اختيارولو مونږه د دُنيا او آخرت بيشميره فائدے حاصلولے شو هغه دا ده چې مونږ د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه عطا کړو نيکو اعمالو مطابق عمل اوکړو او هره ورځ د خپلو اعمالو جائزه اخستل د خپل ژوند لازمي حِصَّه اوګرځوو چې نن ما څه څه کړي دي او څه کولو کښې ناکامه شوے يم، نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه د دې په بَرَكت به ډير زر د سستئ نه نجات حاصل کړو۔ الله پاک دِ مونږه د سستئ او ناراستئ نه په امان کښې اوساتي۔ اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
دولسو دِيني کارونو کښې يو کار: د سحر لـمانځه ته راپاڅول
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د عاشقانِ رَسُول مَدَني تَحرِيك دعوتِ اسلامي سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقے دولس مَدَني كارونه په ځان باندې لازِم كړئ. دولسو مَدَني كارونو كښې يو مَدَني كار ”د سحر لـمانځه ته راپاڅول“ هُم دے.
اَلْحَمْدُ لِلّٰه * ”د سحر لـمانځه ته راپاڅولو“ په بَرَكت د تَهَجُّد د لـمانځه سعادت حاصليدے شي * د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو په بَرَكت د لـمانځه حفاظت كيږي * ”د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو“ په بَرَكت د جُمات وړومبي صَف كښې تكبيرِ اُولٰى سره د سحر د لـمانځه ادا كولو سعادت حاصليدے شي * ”د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو“ په بَرَكت ”د نيكئ دعوت“ وركولو ثواب هم ګټلے شي. * ”د سحر لـمانځه ته د راپاڅولو“ په بَرَكت د عاشقانِ رسول مَدَني تَحريك دعوتِ اسلامي مشهوري او نيك نامي كيږي * ”د سحر لـمانځه ته راپاڅولو“والا مسلمانانو ته بيا بيا د حج او خوږے مدينے