Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

          مُفَسِّرِ قرآن حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان عَلَيْهِ رَحْمَةُ اللهِ الْحَنَّان فرمائي: د دې نه معلومه شوه چې كه د ډوډئ خوړلو په وَخت کښې څوك راشي نو هغه ته هم د ډوډئ سَت كول سُنّت دي، خو د زړه په اِراده دِ ورته سَت اوكړي د دروغو سَت دِ نه كوي، او راغلے كس دِ هم دروغ نه وائي چې زما زړه ته نه كيږي، چې لوَږه او دروغ يو ځائے نه شي، بلكه كه خوړل نه غواړي يا اوويني چې ډوډئ كمه ده نو او دِ وائي بَارَكَ الله (يعني الله عَزَّوَجَلَّ دِ بَرَكت دركړي) دا هم معلومه شوه چې د سَروَرِ كائِنات صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه خپل عبادتونه پټول نه دي پكار بلكه ښكاره دِ ئې كړي چې حُضُورِ پُرنُور، شافِعِ يَومُ النُّشُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغې باندې ګواه جوړ شي. دا ښكاره كول رِياكاري نه ده. (دَ حضرت بِلال د روژه نيولو په اوريدو ئې چې څه اوفرمائيل دَ هغې شرح دا ده) يعني مونږه خپله د نن روزي خو هم دلته خورو او حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ به ئې د دې په بدله کښې په جَنَّت کښې خوري هغه بدله به دَ دې نه غوره هم وي او زياته به هم وي. حديث بالكل په خپله ښكاره معنٰى دے، واقعي هغه وخت دَ روژه نيونكي هر هډوكې او جوړ بلكه رَګ رَګ تسبِيح (يعني د الله عَزَّوَجَلَّ پاكي) بيانوي، چې په هغې روژه نيونكے نه پوهيږي خو سركارِ مدينه  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې اوري. (مِراة   ج٣، ص٢٠٢، بتغيّر قليل)    

كه دا دواړه رسالے (١) ”د كفن بيرته راتلل مَع د رَجَب سپرلي“ او (2) ”د آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مياشت“ مو لوستلي وي نو بيا ئې هُم اولولئ. او هر كال په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم کښې د فَيضانِ سُنّت جِلد اوّل، باب ”فَيضانِ رَمَضان“ هم ضرور لولئ. كه كيدے شي نو دَ عِيدِ مِعراجُ النَّبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نِسبت 127 يا 27 رِسالے يا دَ خپل وَس مُناسِب فَيضانِ رَمَضان هم تقسيم كړئ او په دَلو دَلو ثوابونه اوګټئ، عام طور د ټولو اسلامي ورونړو او خاص طور د جامِعاتُ المدينه او مدارِسُ المدينه دَ ټولو قاريانو صاحِبانو، اُستاذانو، ناظِمانو او دَ طالب عِلمانو په خِدمتونو کښې زما ډير زيات مَدَني عرض دے