Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay
ګاونډ کښې يو ځائے لرې. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
دوه فرامِينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) چې کله بنده کم خوراک کوي، د هغه باطِن د نُور نه ډک شي ([2]) (2) څوک چې په دُنيا کښې کم خوري، کم څښي، الله پاک د فرښتو په مخكښې په هغه فخر کوي۔ ([3])
اے عاشقانِ رَسُول! کم خوراک کول سُنَّت دي۔ * زمونږه خوږ نبي مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوَږې نه کم خوراک کولو [يعني ځان به ئې پوره نه مړَوَلو]، * حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې تر څو پورې په دُنيا کښې تشريف فرما وو، کله ئې مسلسل دوه شپې په مړه ګيډه نه ده خوړلي * خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوَږې د وجهې په خيټه مبارکه باندې کانړي تړل۔