Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

دي پكار، دا غلط انداز دے، كه د چا تربيت كول غواړئ نو زړه مه تنګوئ، حِكمَتِ عمَلي اختيار كړئ. زمونږ  د خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تربيت انداز به هُم دا [يعني د حِکمت عملئ نه ډک] وو، بيا د داسې مبارك انداز نتيجه هُم ټولې دُنيا اوليدله! داسې قوم چې هغه وخت ئې په دُنيا كښې هيڅ عِزَّت نه وو، سَیِّدُ الْمُبَلِّغِیْن، رَحْمَۃٌ لِّلْعَالَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه قوم داسې تربيت اوفرمائيلو چې هغوئي عَلَيْهِـمُ الـرِّضْوان ئې د دُنيا اِمامان جوړ كړل.

کس نے ذروں کو اُٹھایا اور صحرا کر دیا    کس نے قطروں کو ملایا اور دریا کر دیا

کس کی حکمت نے یتیموں کو کیا دُرِّ یتیم        اَور غلاموں کو زمانے بھر کا مولا کر دیا

      خير! خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورله په خپلو لاسو مباركو په تبرګي كښې لاسكے واچولو او اَنصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْه ته ئې وركړو او ورته ئې اوفرمائيل: ځنګل ته لاړ شه، لرګي كټ كوه، او په بازار كښې ئې خرڅوه! د پينځلسو ورځو پورې ما ته مه راښكاره کيږه. اَنصاري صحابي رَضِیَ الله عَنْه تبرګے واخستو او لاړو. پينځلس ورځې پس چې بيرته راغلو نو په لاس كښې ئې لس دِرهمه وو، نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې اوليدلو نو خوشحاله شو او اوئې فرمائيل: ته که سوال اوکړې نو هغه سُوال به د قيامت په ورځ ستا په مخ داغ جوړ شي، ستا په خپلو لاسو ګټل او خوړل د دې  نه ډير بهتر دي. ([1])

جو کرتے ہیں محنت، مشقت زیادہ      خُدا اُن کو دیتا ہے برکت زیادہ

څوک چي کوي محنت او مشقت ډير  الله هغوئي ته ورکوي بَرَكت ډير


 

 



[1]...ابوداؤد، کتاب زکاۃ، باب ماتجوز فیہ المسالۃ، صفحہ:269، حدیث:1641،خلاصۃً۔