Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې حكايت نه د محنت اَهَمِّيَّت معلوم شو. محنت د كاميابئ كُنجي ده، د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محنت خوښوي. زمونږ په مُعاشره كښې عجيبه نظام دے، ډير داسې خلق دي چې د غټو غټو نوكرو ښكلي خوبونه ويني، په يوه شپه كښې د مالداريدلو خواهش لري خو د محنت مزدورئ نه ډډه کوي. ياد ساتئ! د انسان عظمَت په محنت كولو كښې دے. د الله پاك آخري نبـي فرمائيلي دي: اِنَّ الله تَعَالٰی یُحِبُّ الْعَبْدَ الْمُؤْمِنَ الْمُحْتَرِفَ بيشكه الله پاك په طَلَبِ معاش كښې تكليف اوچتوونكے مُؤمِن خوښوي.([1]) د ټولو نه افضل رسول، رسولِ مَقبُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې تپوس اوكړے شو: د ټولو نه پاكيزه عمل كوم يو دے؟ اوئې فرمائيل: د سړى د خپل لاس ګټه خوړل.([2])
په حديثِ پاك كښې دي: اَلزَّحْمَۃُ رَحْمَۃٌ زَحمت يعنې مشقت رحمت دے. ([3]) افسوس! مونږه صرف آساني غواړو، او آرام خوښول زمونږ د طبيعت حِصَّه جوړه شوي ده، سُستي د وَينو په شان زمونږه كردار د دننه نه خوري، * پخپله پاڅيدل او اوبه څښل مونږه بوج محسوسوو، * طعام تيار غواړو، * جامے صفا وِينځلي غواړو، * موټر سائيكل، موټر وغيره چلوو مونږه خو غواړو چې مرمت ئې را له بل كولے، * هر څيز ريموټ كنټرول والا شو، * غواړو چې پكے، بلب وغيره هر څيز پخپله بليږي او چليږي او پخپله مړ کيږي چې مونږ ته د پاڅيدلو تکليف پيښ نه شي،* اوس خو دروازے هم