Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

Book Name:Susti-o-Kahili Say Nijat Kasay Milay

په سَيْنْسَر بيرته كيدو او بنديدلو والا راغلي دي، په لاس د دروازے بيرته كولو او بندولو مشقت هم نه شو برداشت كولے، * په ديني كارونو كښې سُستي، * په لمُونځونو كښې سُستي* عِلمِ دين زده كولو كښې سُستي * قرآنِ مجيد لوستلو كښې سُستي * په سُنتو عمل كولو كښې سُستي * په قرض بيرته وركولو كښې سُستي * غرض دا چې هر ځائے کښې سُستي، سُستي او سُستي ده او د دې سُستئ په وجه مُعاشره ورځ په ورځ د زوال جورې كندې ته غورزيږي، ياد ساتئ! سُست او آرام خوښوونكے سړے هيڅ كله نه شي كاميابيدلے.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! افسوس! نن صبا مستحبات څه چې په فرائضو او واجباتو ادا كولو كښې هم بعضې خلق سستي کوي حالانكه فرائض و واجبات ادا كولو كښې سُستي كول د منافقينو علامت دے. څنګه چې د پينځه وخته لمَانځه مُتَعَلِّق په قرآنِ كريم كښې دي:

اِنَّ الصَّلٰوةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِیْنَ كِتٰبًا مَّوْقُوْتًا(۱۰۳)           (پ۵، النسآء: ۱۰۳)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: بيشکه لمُونځ په مسلمانانو باندې په مقرر شوي وخت فرض دے.

      معلومه شوه چې د هر لمَانځه د پاره يو خاص وخت مقرر دے، د هغې خيال ساتل لازم او ضروری دي، څوک چې د دې د وخت خیال نه ساتي یا په ادا كولو كښې سُستی كوي، د هغوئي مُتَعَلِّق ارشاد دے:

وَ اِذَا قَامُوْۤا اِلَى الصَّلٰوةِ قَامُوْا كُسَالٰىۙ-یُرَآءُوْنَ النَّاسَ               (پ۵، النسآء: ۱۴۲)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او چې كله په لمَانځه اودريږي نو په مات زړه اودريږي، خلقو ته ښودنه كوي.