Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

     اے عاشقانِ رسول! تاسو اوليدل چې حضرت سَيِّدُنا مُوسٰى كليمُ الله عَلَيْهِ  السَّلام د خپل وفاتِ ظاهري نه دوه نيم زره كاله پس د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د اُمَّت دا مدد اوفرمائىلو چې د معراج په شپه ئې د 50 لمُونځونو په ځائے پينځه مقرر كړل. الله پاك ته معلومه وه چې لمُونځونه به پينځه پاتې كيږى خو پنځوس ئې مقرر كړل بيا ئې د خپلو دوو ګرانو هستيانو په ذريعه پينځه مقرر كړل. دلته د مزے خبره دا ده چې كوم خلق د شيطان په وسوسو كښې اخته دي او د وفات نه پس د وفات شوي کس د مدد او تعاون نه انكار كوي هغه هم پنځوس نه بلکه پينځه لمُونځونه ادا كوي حالانكه د پينځَو لمُونځونو په مقرر كيدلو كښې يقيني طور د غيرُ الله مدد او هغه هم د وفات نه پس مدد شامل دے.

جنت میں نَرْم نَرْم بچھونوں کے تخت پر     آرام سے بٹھائے گی اے بھائیو! نماز

دربارِ مصطفےٰ میں تمہیں لے کے جائے گی             خالِقْ سے بخشوائے گی اے بھائیو! نماز

پڑھ کر نماز ساتھ لو سامانِ آخرت                            محشرمیں کام آئے گی اے بھائیو! نماز

 

په تخت به مو جَنَّت کښې د نرمو بسترو             په آرام سره کښينوي اے وروره دغه مونځ

دربارِ مُصطَفىٰ  ته به مو  بوځي  دغه  مونځ       په الله به مو اوبخښي اے وروره دغه مونځ

اوكړئ مونځونه ، يوسئ ځان سره ډير ثوابونه            محشر کښې به پكار راځي اے وروره دغه مونځ

  خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! خوشحاله شئ چې د معراج په شپه د الله پاك آخري نبـي ، مكِّـى مَدَنـى  تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ګنهګاران هُم نه يُو هير كړي ، زمونږه د ګناهونو د بخښنې خوشخبري او دا وعده ئې ځان سره راوړه چې الله پاک فرمائي : اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د ټولو اُمَّتونو نه مخكښې به ستاسو اُمَّت جَنَّت ته داخليږي. سُبْحٰنَ الله

    اے عاشقانِ رَسُول!  په دې سفر كښې اِمامُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د جنت او دوزخ سيل اوكړو ، د جنتي محلونو او باغونو مشاهده ئې اوكړه او د دوزخ عذابونه ئې هم