Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
د آقا رِفعت مرحبا د آسمان سیاحت مرحبا
د اللہ عنایت مرحبا د مِعراج عظمت مرحبا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
روايت دے چې د سفرِ معراج نه پس صبا له سركارِ دوعالَم د كور نه بهر تشريف راوړو نو يوه وينزه ئې اوليدله چې په اوګه ئې د وړو تيلئ وه او ژاړي ، غمخوار نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې ژړا برداشت نه کړه ، نِزدې ورغلو او د ژړا د سبب تپوس ئې ترينه اوکړلو ، هغې خواړې غمژنې په ژړا كښې اووئيل : زه د فلانكي غير مسلمه وينزه يم ، زما مالك زه د دانو وړه كولو د پاره ميچنې ته ليږلي ووم ، زه بيماره يم ، تللے نه شم ، ځکه راباندې ناوخته شو ، اوس زه ويريږم چې زما مالك به ما ته تكليف راکوي.
خوږ آقا ، غمخوار مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خفه شولو ، فوراً ئې ترينه د وړو تيلئ واخستله او په خپلو مباركو اوګو ئې كيښودله او اوئې فرمائيل : زما سره راځه! زه به ستا سفارش اوكړم ، مكِّـى عربـى جانان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه غير مُسلمه كور ته اورسيدلو ، دروازه ئې اوډبوله ، غيرمُسلمه بهر را اووتلو چې سَيِّدُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې په خپله دروازه كښې اوليدلو نو ډير زيات حيران شو او په حيرانتيا سره ئې عرض اوكړو : اے مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) تاسو خو ما كله هم په دې مَحَلَّه كښې نه ئې ليدلے ، نن مو دلته څنګه تشريف راوړو؟ رَسُولِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته د وينزې سفارش اوكړو خو هغه غير مُسلمه په بل سوچ كښې ورك وو ، ناڅاپه ئې اووئيل : اے مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د شپې تاسو ته معراج شوے دے؟ اوئې فرمائيل : آو! واقعي ما ته معراج شوے دے. غير مسلمه چې دا خبره څنګه واوريدله نو د څه وئيلو نه بغير دننه لاړو ، لږ ساعت پس چې بيرته راغلو نو تورات شريف يا انجيلِ مُقَدَّس ئې په لاس كښې وو ، هغه ډير زر د هغه