Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
آسماني كتاب يو ځائے بيرته كړو او اوئې وئيل : دا اوګورئ! دلته د نبـئ آخِرُ الزمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نښه دا ليكلي شوي ده چې په كومه شپه هغوئي ته معراج اوشي ، نو د هغه شپے په صبا له به هغوئي د يوے وينزې د وړو تيلئ په خپلو اُوګو مبارکو اخستي وي او د يو غير مسلمه خوا ته به ورځي. دا ئې چې اُووئيل نو هغه غير مسلمه كلِمه اووئيله او په هغه ساعت ئې اسلام قبول كړو. ([1])
د الله عنايت مرحبا د معراج عظمت مرحبا
د اقصٰى شوكت مرحبا د نبيانو امامت مرحبا
د آقا رِفعت مرحبا د آسمانونو ساحَت مرحبا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
امام جلالُ الدين سيوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل كوي : د هجرت مدينه نه پس چې كله سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مختلف بادشاهانو ته خطونه اوليكل او د اسلام قبلولو دعوت ئې وركړو نو يو خط ئې هِرَقَل بادشاه ته هم اوليږلو ، هِرَقَل په انجيلِ مقدس كښې د نبـئ آخِرُ الزمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوصاف لوستلي وو ، چې كله هغه ته خط ميلاؤ شو نو هغه تحقيق كول غوښتل چې آيا دا هغه نبـي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) دے د چا اوصاف چې په انجيل كښې راغلي دي يا بل څوك دے؟ هغه بادشاه يو څو پوليس والؤ ته حكم وركړو چې : بازار ته لاړ شئ او د عربو څوک سوداګر اوګورئ او را ئې ولئ! پوليس بازار ته لاړل ، اِتِّفَاقاً هغوئي ابوسفيان رَضِیَ الله عَنْه سره ميلاؤ شو.