Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

     جَنَّتي صحابي حضرت ابوسُفيان رَضِیَ الله عَنْه د جَنَّتي صحابي حضرت اَمير مُعاويه رَضِیَ الله عَنْه او د اُمُّ المُؤمِنين حضرتِ سَيِّدَتُنا اُمِّ حَبيبه رَضِیَ الله عَنْهَا والِد محترم دے. ابوسُفيان رَضِیَ الله عَنْه لا تر هغه وخته پورې اسلام نه وو قبول کړے ، بيا ورستو د فتحِ مكه په شپه ئې اسلام قبول كړو ، د دې نه مخكښې هغوئي د اسلام په سخت ترينو دُښمنانو كښې يو وو ، پوليسو هغه د هِرَقَل بادشاه په دربار كښې حاضر كړو ، بادشاه ترينه د نبـئ آخِرُ الزمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په باره كښې يو څو تپوسونه اوكړل ، ولې چې ابوسُفيان رَضِیَ الله عَنْه لا تر هٰغه وخت مسلمان شوے نه وو ، ځکه ئې دا غوښتل چې په څه طريقه د بادشاه په نظر كښې د رسولِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مَعَاذَ الله! عِزَّت كم كړے شي خو دروغ ئې نه شو وئيلے ځکه چې د باشاه په مخكښې دروغ وئيلو کښې د سر خطره وه. لِهٰذا ابوسُفيان د بادشاه د ټولو سوالونو جوابونه صحيح صحيح وركړل. بادشاه چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوصاف واوريدل نو يقين ئې اوشو چې دا هم هٰغه آخري نبـي دے د چا د تشريف راوړلو بشارت چې حضرت عيسٰى عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام وركړے وو ، حضرت ابو سُفيان بيا هُم سوچ كولو چې په څه طريقه د بادشاه په نظر كښې د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) عِزَّت كم كړے شي(مَعَاذَ الله) ، بيا ناڅاپه د معراج واقعه ورياده شوه نو اوئې وئيل : اے بادشاه! يوه خبره ده ، که دا مو واوريدله نو تاسو ته به معلومه شي چې مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) دروغ وائي. بادشاه اووئيل : وايه! هغه كومه خبره ده؟ ابو سُفيان اُووئيل : مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) وائي چې زه يو ځل د شپے شپے د مكے مكرمے نه مسجدِ اقصٰى ته لاړم او بيا په هُم هغه شپه کښې د سحر كيدلو نه مخكښې مخكښې د مسجدِ اقصٰى نه بيرته مكے مكرمے ته را اورسيدم ، دغه وخت د بادشاه خوا ته يو پادري ناست وو ، هغه اووئيل چې : بادشاه سلامت! زه د هغه شپے متعلق معلومات لرم.

    بادشاه پادري ته په ډډه اوكتل او حيرانتيا ئې ترينه تپوس اوكړو : ته د هغه شپے په