Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

باره كښې څه معلومات لرې؟ پادري اووئيل : جناب! زما معمول وو چې ما به هره شپه د مسجدِ اقصٰى دروازے بندولې نو هله به اُوده کيږم ، يوه ورځ چې ما دروازے بندولې نو په يوه دروازه مې ډير زور اوكړو خو دروازه نه بنديدله ، ما په جمات كښې موجود خلق د مدد د پاره را اوبلل ، بيا مونږه ټولو زور اولګولو خو پته نشته چې هغه دروازه وه او که غر وو ، زمونږ د ټولو پورا كوشش باوُجود دروازے هډو معمولي حركت هم نه كولو ، آخر دا چې مونږه تركانړ را اوبللو هغه هم پورا كوشش اوكړو خو دروازه د خپل ځائے نه بالكل نه خوزيدله ، مونږ ټول ډير ستړي شو او دروازه مو دغسې بيرته پريښودله او خپلو كورونو ته لاړو ، سحر چې زه جمات ته راغلم نو ډير حيران شوم چې د شپې دروازے هډو حركت نه كولو او اوس ډيره په آسانئ بيرته كيږي او بنديږي ، يوه بله عجيبه خبره دا وه چې د دروازے خوا ته يو كانړي کښې سُورے وو او د څاروي د رسئ د تړلو نښې هم پرې موجودې وے ، ما په بعضې آسماني كتابونو كښې لوستلي وو چې د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به يوه شپه مسجدِ اقصٰى ته تشريف راوړي او د انبيائے كرامو امامت به كوي ، د دروازے حيرانوونكي مُعامَله ، په كانړي كښې سُورے او هلته د رسئ نښې ليدلو سره زه پوهه شوم چې د شپے دا دروازه الله پاك د هغه نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د پاره بيرته پريښودي وه ، يقيناً د شپے هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) مسجدِ اقصٰى ته تشريف راوړے وو او دلته ئې لمُونځ ادا كړے وو ، ما دا خبره خپلو نورو ملګرو ته هُم اووئيله ، لِهٰذا دا خبره كومه چې ابوسُفيان دروغ ګنړي ، زه او زما ملګري د دې خبرې د تصديق [يعني رښتيا کيدلو] ګواهي ورکوو. ([1])

      اللهُ اكبر!اے عاشقانِ رسول! معلومه شوه چې زمونږه آقا و مولٰى مُحَمَّد مصطفٰى صَلَّى


 

 



[1]...خصائص کبری ، جلد : 1 ، صفحہ : 280-282خلاصۃً۔