Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
د طَـیْ زمان معنٰى ده : د ډيرو كلونو موده په لږ ساعت كښې راغونډول او د طَـیْ مكان معنٰى ده : د ډيرو كلوميټرو فاصله کميدل او راغونډيدل.
د اَميرُ المُؤمِنين ، حضرت علي رَضِیَ الله عَنْه كرامت ډير مشهور دے چې هغوئي به په اَس باندې سوريدلو وخت کښې په يو رِكاب كښې ښپه مبارکه كيښودله نو د سُوْرَةُ الْفَاتِحَه نه به ئې د قرآنِ كريم تلاوت شروع كړو او په اَس باندې سوَريدلو او په بل رِکاب کښې ښپه مبارکه ايښودلو پورې به ئې د سُورۃُ النّاس پورې پورا قرآنِ كريم ختم کړلو. ([1]) حالانكه په عامو حالاتو كښې يو حافظ که په صحيح مخارجو سره مسلسل د قرآنِ كريم ختم کوي نو پورا قرآنِ كريم لوستلو كښې به تقريباً د لسو نه دولسو ګنيټو پورې وخت اولګي خو د اَميرُ المُؤمِنين ، حضرت علي رَضِیَ الله عَنْه شان چې د لسو نه دولسو ګينټو والا كار به ئې په يو څو سيكنډو كښې كولو ، دا د طَـیْ زمان (يعنې د وخت راغونډيدلو) مثال دے.
دغه شان د ملكۀ بلقيس د تخت واقعه ده چې د ملكۀ بلقيس تخت د حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام په خدمت كښې د مُلكِ سَباء نه حاضرول وو ، حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام خپلو درباريانو ته اوفرمائيل :
قَالَ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَیُّكُمْ یَاْتِیْنِیْ بِعَرْشِهَا (پارہ19 ، سورۃالنمل : 38)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے درباريانو! په تاسو كښې څوك دے چې هغه د هغې تخت زما خوا ته راوړي؟
حضرت آصف بِن برخيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام وزير وو ، هغوئي د اِسمِ اعظم عِلم لرلو ، هغوئي عرض اوكړو :