Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّرْتَدَّ اِلَیْكَ طَرْفُكَؕ-  (پارہ19 ، سورۃالنمل : 40)                        

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : زه به ئې حاضر كړم د سترګې د يو رَپ نه هُم مخكښې.

     حضرت سُليمان عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام چې اوکتل نو د سترګې د رَپ سره ئې تخت مخې ته موجود وو ، په سوونو ميله لرې د ملكۀ بلقيس دروند تخت د سترګو په رَپ كښې د حضرت سُليمان عَلَيْهِ  السَّلام په خدمت كښې حاضرول ، دا د طَـیْ مكان (يعنې د فاصلے راغونډولو) مثال دے.

    په سفرِ معراج كښې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا دواړه معجزے يعنې طَـیْ زمان او طَـیْ مكان ښكاره شوې. اندازه اولګوئ! د سائنسي تحقيق مطابق په دې وخت كښې د ټولو نه تيز رفتار څيز “ رنړا “ ده. رنړا په يو سيكنډ كښې 3 لاكه كلوميټره فاصله طَے كوي او د لمَر رنړا زمكې ته په 8 اعشارِيه 3 منټ كښې را رسي ، يعنې د لمَر نه زمكې پورې 14 كروړ 94 لاك كلوميټر فاصله ده ، بيا لمَر چې د وړومبني آسمان نه هم لاندې دے ، اعلٰى حضرت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د زمكې نه د سِدرَةُالمُنْتَهٰـى پورې فاصله 50 زره كاله ده ، د هغې نه وړاندې مُستَوٰي ، د هغې نه پس الله ته معلومه ده ، بيا د هغې نه اخوا د عرش 70  پردے دي ، د هرې پردے نه بلې پردے پورې د 500 كالو فاصله ده ، صرف دا 35 زره كاله جوړيږي ، يعني د 35 زرو كالو لاره دا ، او د 50 زرو كالو لار د زمكې نه د سِدرَةُالمُنْتَهٰـى پورې ، دا ټوله د 85 زره كاله فاصله شوه [خو ياد ساتئ چې 85 زره کلوميټره نه بلکه 85 زره کاله لار شوه]. بيا د سِدرَةُالمُنْتَهٰـى نه د عرش د پردو پورې څومره فاصله ده دا چا ته معلومه نه ده ، او حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عرش نه وړاندې د كوم ځائے پورې تشريف وړے وو ، د دې نه هُم څوك خبر نه دي ، الغرض د معراج سروَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دومره په زرګونو كاله لرې تشريف يوړلو ، بيا ئې بيرته