Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

والؤ ته ئې وركړل چې پاخه ئې كړي ، او پخپله ئې د صُوفيائے كرامو مُصَلّے واخستې او جامع مسجد طرف ته روان شو ، په لاره كښې د دريائے دجله په خوا تيريدلو ، سوچ ئې اوكړو چې وخت لا ډير پاتې دے ، غُسل به اوکړم ، جامے ئې ويستلې او غاړې ته ئې كيښودې او په اوبو كښې ئې غوپه اووهله ، چې سر ئې راپورته كړو ، نه دريائے دجله وو ، نه جامې وے ، او ځائے هم بل وو ، د پَردے اهتمام ئې اوكړو او د درياب نه بهَر را اووتلو ، د خلقو نه ئې پوښتنه اوكړه چې دا كوم ځائے دے؟ خلقو اُووئيل : دا مصر دے ، ډير حيران شو ، چې غوپه مې په بَغداد كښې وهلي وه او را اووتلم په مصر كښې؟ خير! آبادئ طرف ته ورغلو او د يو زرګر دُكان ته اورسيدلو ، پخپله هم زرګر وو ، لِهٰذا د هغه زرګر سره ئې ځان اشنا کړو ، بيا ئې په هغه دُكان كښې كار کول شروع كړو ، د دُكان مالك څه موده پس هغه ته خپله لور په نکاح كړه او واده ئې اوشو ، دې كس په مصر كښې ووه كاله تير كړل ، په دې دوران كښې ئې درې بچي هُم پيدا شو ، ووه كاله پس ئې يوه ورځ د غسل د پاره ئې په يو تالاب كښې غوپه اووهله ، سر ئې چې راپورته كړو نو دريائے دجله وو او هُم هغه ځائے كوم ځائے ئې چې ووه كاله مخکښې د غسل د پاره غوپه وهلي وه ، جامے ئې په هُم هغه ځائے پرتې دي ، د صُوفيائے كرامو مُصَلّے هم موجودې دي ، ډير زيات حيران شو چې آخر دا څه مُعامَله ده؟ زر ئې جامے واغوستلي او مُصَلّے ئې را واخستلي او جامع مسجد ته اورسيدلو ، د جُمعے لمُونځ ئې ادا كړو ، كور ته چې را اورسيدلو ، نو بي بي ئې مهيان پاخه كړي دي ، لږ ساعت پس ئې دوستان هم راغلل ، في الحال خاموشه پاتې شو او د دوستانو سره په دعوت كښې شريك شو ، چې كله فارغ شو نو د خپل پير صاحب شيخ اِبنِ سكينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او ټوله واقعه ئې ورته عرض كړه : پير صاحب ورته اوفرمائيل : آيا ستا په زړه كښې به څه وسوسه راتلله؟ هغه اووئيل : آؤ. جي. ما ته به د معراج مُتَعَلِّق وسوسے راتللې چې دومره