Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

اوګږد سفر به په دومره لږ ساعت كښې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څنګه كړے وي؟ شيخ ابنِ سكينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته اوفرمائيل : دا په تا باندې د الله پاك مهرباني وه چې هغه ستا وسوسه لرې كړه او ستا د اِيمان حفاظت ئې اوكړو ، اوس لاړ شه! او د مصر نه خپله ښځه او ماشومان راوله! ([1])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د شيخ ابنِ سكينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا مريد نيك سړے وو ، د صُوفيائے كرامو خدمت به ئې كولو ، هغوئي ته د پيرِ كامِل فيض نصيب وو ، د معراج شريف مُتَعَلِّق چې ورته كومې وسوسے راتللې ، الله پاك ورته په خپل كرم د قدرت نښې اوښودلې او د هغه وسوسے ئې ختمي كړې او د ګمراهئ نه ئې بچ كړو ، ګنې ډير خلق په داسې وسوسو کښې د اخته کيدلو په وجه ګمراه شوي دي. نن صبا دا “ اِيمان تباه کوونکے “ مرض ورځ په ورځ  زياتيږي ، د ډيرو خلقو عادت وي چې د انبيائے كرامو معجزات او د اوليائے كرامو كرامات د خپل عقل په تله تلي ، چې خپل عقل ئې پرې نه رسيږي نو بيا د معجزاتو او كراماتو غلط تاويلونه كوي يا ئې مَعاذَ الله! بالكل انكار كوي. د الله پناه! د الله پناه! .... شيخِ طريقت ، اَميرِ اهلسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د فتاوٰى رضويه په حواله فرمائي : مُعجزاتو ته مطلقاً غلط وئيلو والا كافِر دے. ([2])

     الله پاك دِ مونږه د داسې کوږ عقل نه په خپل حفاظت کښې اوساتي او د داسې خلقو نه دِ مونږه په خپله پناه كښې اوساتي. كه د انبيائے كرامو عَلَيْهِـمُ السَّلام معجزات وي او که د اوليائے كرامو كرامات وي ، دا دواړه د الله پاك د قدر ت نښې دي چې د الله پاك په حكم د هغه د بندګانو نه ظاهريږي او الله پاك په هر څيز قادر دے ، لِهٰذا د الله پاك


 

 



[1]...تحفۂ معراج النبی ، صفحہ : 128.

[2]...کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جواب ، صفحہ : 244