Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
وركړي شوي طاقت په ذريعه د انبيائے كرامو عَلَيْهِـمُ السَّلام نه معجزات ظاهريږي او د اوليائے كرامو نه كرامات ظاهريږي ، زمونږه كار په هغې يقين لرل او په پټو سترګو ايمان راوړل دي ، هم دا اصل عقلمندي ده.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د معراج په شپه د جَنَّت او جَهَنَّم مشاهدات
د سفرِ معراج يوه لويه حصه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مشاهدات دي. خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په شپه د جنتونو سيل اوكړو ، هلته ئې محلونه او باغونه اوليدل ، دغه شان ئې جَهَنَّم هُم ملاحظه کړو او هلته ئې په ګنهګارانو باندې کيدونکي عذابونو هم اوليدل. الغرض كوم واقعات چې د قيامت نه پس كيدونكي وو ، هغه ئې په دې شپه د سر په سترګو ، عين د بيدارئ په حالت كښې اوليدل ، په احاديثو كښې دي : * د معراج په شپه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په جَهَنَّم كښې څه داسې خلق اوليدل چې هغوئي مردار خوړلو ، جبريل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام عرض اوكړو : حُضُور! صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا هغه خلق دي چې د خلقو غوښې به ئې خوړلې (يعنې غيبت به ئې كولو).([1]) * څه داسې زنانه او نارينه ئې اوليدل چې د خپلو سينو نه زوَړند وو ، جبريل عرض اوكړو : دا مخامخ عيب لګوونكي او پشي شا [يعني وروستو] بدي بيانوونكي دي. ([2]) * څه داسې خلق ئې اوليدل كوم چې د اور په خاخونو زوړند وو ، عرض اوكړے شو : دا هغه دي چې خپل مور و پلار ته به ئې كنزلې كولې.([3]) * څه خلق ئې اوليدل چې د هغوئي خيټې د كوټو په شان غټې