Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
غټې وے او په هغې کښې دننه ماران وو چې د بَهَر نه ښكاريدل ، عرض اوكړے شو : حُضُور! دا سُود خواره دي.([1]) * څه داسې خلق ئې هم اوليدل چې د هغوئي شونډې د اوښانو د شونډو په شان (غټې غټې) وے او په هغوئي باندې څه کسان مقرر وو چې د هغوئي شونډې به ئې اُونيولې او د اور غټ غټ كانړي به ئې د هغوئي په خُلو كښې اچول ، اووئيل شو : حُضُور! دا ناحقه د يتيمانو مال خوړلو والا دي. ([2]) * په جَهَنَّم كښې څه داسې خلق وو چې د څاروو په شان څريدل ، غنې لرونکي واښه ، د جَهَنَّم زقوم او د جَهَنَّم سره تاوده شوي كانړي ئې خوړل ، عرض اوكړے شو : دا هغه دي چې د خپل مال نه به ئې زكوٰة نه وركولو. ([3])
تُوْبُوْااِلَی اللّٰہ اَسْتَغْفِرُاللّٰہ
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رسول! مونږ له ويريدل پكار دي! افسوس غيبت كول ، د مسلمان ورور پشي پشا [يعني د هغه په غير موجودګئ کښې د هغه] بد بيانول ، مخامخ پرې عيب لګول ، الزام لګول ، مور و پلار خفه كول ، د هغوئي په مخكښې نيغې نيغې خبرې كول ، سُودي لَين دين كول ، زکوٰة نه وركول ، د يتيمانو مال ناحقه خوړل ، د ميراث په تقسيم كښې خيانت كول ، خويندې ورونړه د ميراث نه محرومه كول ، دا هٰغه ګناهونه دي چې اوس په مُعاشره كښې عام شوي دي ، افسوس! دا كمزورے بدن او د دوزخ سخت عذاب....! په مونږ كښې څوك داسې شته دے چې دا عذاب به برداشت كړي؟ خو ډير افسوس! د دې هر څه نه خبر يُو او بيا هم ګناهونه كوو.