Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
لږ سوچ اوكړئ! الله دِ نكړي كه په ورځ د قيامت مونږه د ګناهونو په وجه اونيولے شو ، او د دوزخ په خوفناكو عذابونو كښې اخته كړے شو نو زمونږ به څه کيږي...؟؟
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس زمونږ سره موقع ده ، نور ناوخته كول نه دي پکار ، فوراً د ګناهونو نه توبه کول او د نيكئ كارونو طرف ته راغب کيدل ښه دي ، په نن صبا نن صبا كولو را نه چرته وخت تير نه شي ، الله دِ نه كړي كه په ګناهونو كولو کولو کښې د مرګ فرښته را اورسي او د توبه كولو نه مخكښې رانه روح واخلي نو بيا هيڅ هُم نه شي كيدے. الله دِ مونږ ته د رښتيني توبه كولو ، ګناهونو نه د ځان ساتلو ، او استقامت سره د نيكو كولو ژوند تيرولو توفيق راكړې.
کر لے توبہ رب کی رَحْمت ہے بڑی
قبر میں ورنہ سزا ہو گی کڑی([1])
اوكړه توبه لوئي دے د الله رَحمت
ګنې قبر كښې به پيښ شي درته لوئي زَحمت
په احاديثو كښې دي چې : د معراج په شپه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عرش په نُور كښې پټ يو كس اوليدلو ، اووئيل شو : دا هغه کس دے چې د ده په ژبه به هر وخت ذِكرِ اِلٰهي جاري وو ، د ده زړه به په جُمات كښې لګيدلے وو ، دا هيڅ كله د خپل مور و پلار د پاره د شرمندګئ او بدئ سبب نه دے جوړ شوے. ([2]) څه خلق ئې اوليدل ، چې هغوئي به يوه ورځ فصل كرلو او بله ورځ به ئې كټ كولو ، څنګه به ئې چې فصل كټ كړو ، فصل به د وړومبي ورځې په شان بيا تر و تازه شو ، جبريل عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو : دا