Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
د الله پاك په لاره كښې جِهاد كوونكي دي.([1]) د حضرت جابِر رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : زه چې جنَّت ته لاړم نو د ابُوطلحه بي بي رُمَيصا (يعنې د حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ والده ، حضرت اُمِّ سُلَيم) رَضِیَ اللهُ عَنْهَا خوا ته اورسيدم ، ما د ښپو ښکالو [کشارے] واوريدلو نو تپوس مې اوكړو : دا څوك دے؟ اووئيل شو : دا بِلال رَضِیَ الله عَنْه دے. يو محل مې اوليدلو ، د هغې په انګڼ كښې يوه بي بي وه ، ما تپوس اوكړو : دا د چا دے؟ اووئيل شو : دا محل د عُمر بن خطّاب رَضِیَ الله عَنْه دے.([2])
(3) سَفْرُ الْوَقت
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو د اِمامُ الْاَنْبِيَاء ، خَاتَمُ النَّبِـيِّنْ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جنَّت او دوزخ مشاهداتو مُتَعَلِّق يو څو روايتونه واوريدل ، راځئ چې په دې روايتونو باندې په يوه بله زاويه غور اوکړو ، موجوده سائنس كښې يوه نظريه موندلے كيږي چې هغې ته سَفْرُ الْوَقت وائي. د سَـفْرُ الْوَقت مطلب دے “ د وخت نه ټوپ وهل “ مثلاً اوس سَن 2021 دے نو مستقبل طرف ته ټوپ وهلو يعني فوراً 2025 ته د رسيدلو يا ماضي طرف ته ټوپ وهلو يعني 2015 ته رسيدلو ته سَفْرُ الْوَقت وائي. تقريباً د دريو صدو نه سائنسدان په دې تحيقيق كوي ، د 1971ء نه واخله تر دې وخته پورې ئې په دې مختلفے تجربے هُم كړى دي بلكه په يورپ كښې د “ ټائم مشين “ په نوم په دې موضوع يو كتاب هم ليكلے شوے دے. دا يوه مفروضه ده ، تر اوسه پورې سائنسدانانو ته په دې مُعامَله كښې هيڅ كاميابي نه ده حاصله شوي.
اوس په دې تناظر کښې د شبِ معراج په مشاهداتو غور اوكړئ! مُفسّرِ قرآن ، مفتی