Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : دا واقعات كوم چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په شپه ليدلي دي ، دا ټول لا واقع شوي نه دي بلكه د قيامت نه پس به واقع كيږي. جَنَّت او جَهَنَّم ته داخليدل به د قيامت نه پس کيږي ، د جنَّت دروازه به مالكِ جَنَّت ، صاحبِ كوثر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيرته كوي ، د ټولو نه اوَّل به خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جَنَّت ته داخليږى ، د حضرت بلال رَضِیَ الله عَنْه د ښپو كشارے خوږ نبـيصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په جَنَّت كښې واوريدلو ، او بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  لا وفات شوے هم نه وو ، او د معراج په شپه بلال رَضِیَ الله عَنْه په خپل ظاهري ژوند سره په مكه مكرمه كښې موجود وو ، حضرت اُمِّ سُلَيم رَضِیَ الله عَنْهَا چې خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په جَنَّت كښې ليدلي وه ، دا هم په خپل ظاهري ژوند سره په خپل كور كښې موجوده وه ، د دوئي جَنَّت ته داخليدل به د قيامت نه پس کيږي ، ([1]) اَللهُ اَکْبَر! 1442 كاله د سفرِ معراج تير شو ، اوس د قيامت په راتلو كښې معلومه نه ده چې څو صدئ پاتې دي ، بيا به د قيامت 50 زره كاله ورځ وي ، د هغې نه پس به جنَّتيان جنَّت ته ځي ، جَهَنَّميان به دوزخ ته ځي ، يعنې زرګاؤ كلونه پس كيدونكي واقعات حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د معراج په شپه په خپلو سترګو مبارکو اوليدل ، په خپلو غوږونو مبارکو ئې واوريدل ، الله! الله! سائنسدانانو مسلسل  درې صدئ كوششونه اوكړل ، د سَـفْرُ الْوَقت يعنې د وخت نه ټوپ وهلو د پاره ئې تجربے اوكړې خو تر اوسه پورې 5 منټه وړاندې يا 5 منټه وروسته تلو كښې نه دي كامياب شوي ، خو زمونږ د خوږ آقا ، مكي مدني مصطفٰى شان اوګورئ! د نن نه 1442 كاله مخكښې ئې زرګاؤ كاله پس كيدونكي واقعات د سر په سترګو ، عين د بيدارئ په حالت كښې اوليدل ، په خپلو غوږونو ئې واوريدل او پخپله هلته موجود وو ، بيا هلته پاتې نه شو ، زرګاؤ كلونه شا ته بيرته ئې


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح ، جلد : 8 ، صفحہ : 362خلاصۃً۔