Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
عمارت رقبه څومره ده؟ دروازے ئې څو دي؟ كوم كس چې د بل يو مقصد د پاره تلے وي ، د هغه تَوجُّه هيڅ كله دې څيزونو طرف ته نه وي ، په دې شپه په سركارِ ذِي وقار ، مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې خاص تجلّيِ اِلٰهي وه ، په دې خاص كيفيت كښې او په عامو حالاتو كښې هم د بَيْتُ المُقَدَّس دروازے شميرل ، په رقبه غور كول ، د ګنبد په اوچتوالي سوچ كول د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شانِ نَبُوَّت خلاف وو ، په حديث شريف كښې دي : چې كله دې خلقو د بَيْتُ المُقَدَّس په باره كښې تپوسونه اوكړل نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سخت پريشانه شو ، په دې كښې حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام بَيْتُ المُقَدَّس ځان سره راخستے او حاضر شو ، بيا څه وو ، کُفّارو به چې څه څه تپوس کولو ، نبـئ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د يو يو څيز په باره كښې خبر وركولو ، چې كله خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عمارت نښې ، د جمات نقشه وغيره ټول هر څه بيان کړل نو خلقو اووئيل : تر څو پورې چې د نښو تَعَلُّق دے ، قَسم په خدائے! هغه بالكل صحيح دي. ([1])
ممکن ہی نہیں عقلِ دو عالم کی رسائی
ایسا دیا اللہ نے رُتْبہ شبِ مِعْرَاج([2])
د شعر مفهوم : يعني الله پاک چې د معراج په شپه خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته کومه مرتبه ورکړي ده ، هغې ته د دواړو جهانو عقلونه هُم نه شي رسيدلے۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد