Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
ټولو نه افضل عمل دے.([1])
اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو :
نِيَّت اوکړئ چې ، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې ] كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو هم نيت اوكړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نن د رَجَبُ المُرَجَّب ووه وِيشتمه [27 واں] شپه ده ، دا هُم هغه مباركه شپه ده په كومه شپه چې جَنَّت ښائسته كړے شو ، په هُم دې شپه په عرش باندې خوشحالئ شوے ، په هُم دې شپه په زمكه انوار را وريدلي وو ، په هُم دې شپه حُور و غِلمان او فرښتے زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د استقبال د پاره په صفونو كښې ولاړې وے ، په هُم دې شپه الله پاك په خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د عرش و كرسئ سيل كړے وو ، جَنَّت ئې ورښودلے وو ، سِدرَةُ الْمُنتَهٰى او لامكان ته ، بيا د هغې نه وړاندې ئې خپل خاص قُرب ته بللے وو ، په خپل مينځ کښې د خبرو كولو شرف ئې ورعطا كړے وو او سُبْحٰنَ الله! خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عين د بيدارئ په حالت كښې د سر په سترګو د الله پاك ديدار هم كړے وو.
ہیں صَفْ آراء سب حُور و ملک اور غِلماں خُلد سجاتے ہیں