Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بَيْتُ المُقَدَّس ټولې نښې بيان كړې ، د دې باوُجود كافران معراج شريف منلو ته تيار نه شو. بيا هغوئي د يوې بلې نښې تپوس اوكړو ، اوئې وئيل : اے مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! په دې لاره باندې زمونږ قافلے تلي دي ، چې تاسو بَيْتُ المُقَدَّس ته تلي وئ نو يقيناً په دې لاره به مو قافلے هم ليدلي وي ، مونږ ته د قافلو په باره كښې خبر راكړئ.
نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : آو. ما يوه قافله د رَوحا په مقام کښې اوليدله ، د هغوئي اوښ ورك شوے وو ، هغوئي د اوښ په لټون كښې وو ، زه د هغوئي د پړاؤ په ځائے کښې كوز شوم ، د هغوئي د پيالئ نه مې اوبه اوڅښلې او پيالئ مې په هغه ځائے هغه شان كيښودله ، ([1]) په يو روايت كښې دي : ما هغوئي ته سلام اوكړو ، هغوئي اووئيل : دا خو د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) آواز دے. ([2]) خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور اوفرمائيل : دا قافله به د چار شنبے يعنې شروع په ورځ دلته را اورسي ، د دې خبرو تپوس د هغوئي نه پخپله اوكړئ.
يو كس تپوس اوكړو : زمونږ فلانكئ قافله هم په دې لاره ده ، آيا تاسو هغه ليدلي ده؟ اوئې فرمائيل : زه د هغه قافلے په خوا نِزدې تيريدلم نو زما د بُراق د تيز رفتارئ نه د هغوئي يو اُوښ اُويَريدو نو اُوتريدو [يعني منډه ئې کړه] ، د هغه اوښ نه يو كس اوليدلو او لاس ئې مات شو ، دا قافله به په فلانكئ ورځ د غرمے په وخت دلته را اورسي ، تاسو پخپله د هغوئي نه تپوس اوكړئ.