Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

    بيا ئې اوفرمائيل : يوه قافله ما په مقامِ تنعيم كښې اوليدله ، د هغې نه مخكښې يو د خړ رنګ  اوښ وو ، په هغې باندې د غلے دوه د کرښو والا بورئ بار وې ، او يو حبشي په هغه[اوښ] سور دے ، دا قافله به په فلانكئ ورځ د لمَر راختلو  پورې دلته را اورسي.

     بيا كافرو انتظار شروع کړو ، چې كله هغه ورځ راغله ، چې د هغې په صبا د لمَر راختلو په وخت يوه قافله رارسيدل وو ، هغه ورځ د لمَر راختلو نه مخكښې كافران مشرق طرف ته په يو غر كښيناستل او د لمَر راختلو انتظار ئې شروع کړو او د كوم اړخ نه چې قافله راتله ، څه خلق هغه طرف ته په غر كښيناستل ، څنګه چې لمَر را اوختلو ، مشرقي غر باندې ناست كس په اوچت آواز اووئيل : هٰذِہِ الشَّمْسُ قَدْ طَلَعَتْ دغې دے لمَر را اوختلو. د دويم طرف نه آواز راغلو : هٰذِہِ الْعِیْرُ قَدْ اَقْبَلَتْ دغه ده قافله هم راغله. چې كله قافله نِزدې راغله نو خلقو اوليدل : واقعي د هغه قافلے نه مخكښې يو د خړ رنګ اوښ وو ، په هغې دوه د کرښو والا بوجئ بار وې ، كومه نښه چې صادق و امين نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان كړي وه ، هغه هم هغسې پوره شوه. ([1])

     بيا د غرمے په وخت چې د كومې قافلے رارسيدل وو ، د هغې انتظار ئې شروع کړو ، هغه قافله عين د غرمے په وخت مكے مكرمے ته راداخله شوه ، خلق قافلے ته نزدې جمع شو ، چې اوئې ليدل نو واقعي په هغوئي كښې د يو كس لاس مات شوے وو ، دوئي ترينه تپوس اوکړو نو هغه كس اووئيل : په ځنګل كښې د بريښنا په شان تيز يو څيز زمونږ په خوا کښې نزدې تير شو ، د هغې په وجه زمونږ يو اوښ اوتريدلو او منډه


 

 



[1]... تاریخ خمیس ، رکن ثانی ، جلد : 1 ، صفحہ : 582۔