Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
فرمائي : ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
د قرآنِ كريم تلاوت كول سُنَّت دي
دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : (1) زما د اُمَّت افضل عبادت تلاوتِ قرآن دے. ([2]) (2) څوك چې د شپې 200 آيتونه تلاوت كړي ، د هغه نوم به په عبادت ګزارو كښې ليكلے کيږي ، او څوك چې 400 آيتونه تلاوت كړي د هغه د پاره به يو قِنطار اجر ليكلے کيږي ، يو قِنطار د 120 قيراط برابر دے او يو قيراط د اُحُد غر همره دے. ([3])
اے عاشقانِ رَسُول!! تلاوت كول سُنَّت دي ، * زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به كثرت سره د قرآنِ كريم تلاوت كولو ، * حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي : يو څيز هم خوږ نبـي د تلاوتِ قرآن نه نه شو منع كولے. * خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شپې په لمَانځه كښې كله كله پورا سُورةُ البَقَرَة او سُوْرَةُ اٰلِ عِمْرٰن تلاوت كولو * هره شپه به ئې د سُوْرَۂ سَجْدَہ ، سُوْرَۂ مُلْک ، سُوْرَۂ بَنِیْ اِسْرَائِیْل ، سُوْرَۂ زُمَرْ ، سُوْرَۂ کَافِرُوْن ، سُوْرَۂ فَلَقْ اور سُوْرَۂ وَالنَّاسْ تلاوت كولو بيا به اوده كيدلو.