Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
فرښتو جنج راوستلو او حاضر شو ، د الله پاک پيغام ئې راوړو ، خپلې كافوري [خوشبودارې] وَزرې ئې د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښپو مبارکو تَلو سره مَس کړې [يعني اولګولې] او نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې را بيدار کړلو او د الله پيغام ئې ورته بيان كړلو ، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سِينے مباركې نه ئې زړه مبارک راويستلو ، په آبِ زَم زَم ئې اُووِينځلو ، بيا ئې مباركه سِينه د حِكمت او نور نه ډكه كړه ، بيا ئې په آبِ كوثر غسل وركړو ، خوږ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې د معراج ناوک جوړ كړلو ، جنتي لباس ئې ور واغوستلو ، بُراق ئې حاضر كړو ، هغه بُراق ډير تيز رفتاره وو ، د هغې تيز رفتاري د عقل نه بهر وه :
تھا بُراقِ نبی یا کہ نُورِ نظر یہ گیا ، وہ گیا اور نہاں ہو گیا
حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام د بُراق جِيلَب اونيولو ، اسرافيل عَلَيْهِ السَّلام ورپسې شولو ، فرښتے د بُراق نه چار چاپيره شوے ، په دې شان د سَروَرِ كائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سورلئ د مكے مكرمے نه روانه شوه ، په ډير لږ ساعت كښې بَيتُ المُقَدَّس ته اورسيدلو ، په بَيتُ المُقَدَّس كښې ټول انبياء ، رسولان او فرښتے د استقبال د پاره موجود وو ، د لمَانځه تياري وه ، بس د امام انتظار وو.
الله! الله! څومره ښكلے شان دے زمونږ د خوږ آقا مكي مدني مُحَمَّدِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔ ۔ ۔ !! نن د نُبُوَّت هغه ځليدونکو ستورو چې د هغوئي له وجهې په جهان کښې رنړا خوره وه ، د رسالت د باغ هغه خوشبودارو ګُلونو يعنې ټولو انبيائے کرامو عَلَيْهِـمُ السَّلام صفونه جوړ كړي دي او زمونږ د خوږ آقا تاجدارِ رِسالت ، شهنشاهِ ختمِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اقتداء كښې د لمُونځ ادا كولو په انتظار کښې دي. رښتينې عاشقِ رسول ، امامِ اهلِسُنَّت شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ښکلي فرمائي :
سب سے اوّل سب سے آخر اِبتدا ہو اِنتہا ہو