Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

د شعر مفهوم : يعني د حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مسجدِ اَقصٰی کښې تيرو انبيائے کرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام ته د لـمانځه جَمعه ورکولو کښې دا راز پټ وو چې د مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اَوَّل او آخر کيدل واضحه شي۔

     د دغه لمَانځه نه د فارغه كيدلو نه پس د آسمانونو تياري وه ، هم هغه بُراق ، هغه جنج ، هغه سروَرِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ، د سترګې په رپ كښې وړومبے آسمان راغے ، حضرت آدم عَلَيْهِ السَّلام ئې استقبال اوكړو ، بيا يو نه پس بل آسمان راتلل او تيريدل ، په دويم آسمان حضرت يحيٰى او عيسٰى عَلَيْهِما السَّلام ، په دريم آسمان حضرت يوسُف عَلَيْهِ السَّلام ، په څلورم آسمان حضرت اِدريس عَلَيْهِ السَّلام ، په پينځم آسمان حضرت هارون عَلَيْهِ السَّلام ، په شپږم آسمان حضرت مُوسٰى عَلَيْهِ السَّلام او په ووم آسمان حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم استقبال اوكړو او د ديدار نه مشَرَّفه شول. د آسمانونو نه چې تير شولو نو مخكښې سِدْرَةُ الْمُنْتَهٰـى راغله ، بيا دا حال وو چې

بَفَوْرِ صَدا ، سَماں یہ بندھا ، یہ سِدْرَہ اُٹھا ، وہ عرش جھکا

صفوفِ سما ءنے سجدہ کیا ، ہوئی جو اذاں تمہارے لئے([1])

د شعر مفهوم : د معراج په شپه چې کله زمونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړلو اعلان اوشو نو سِدْرَةُ الْمُنْتَهٰـى د خوشحالئ نه د خپل ځائے نه اودريدله ، عرشِ مُعَلّٰی د استقبال د پاره ټِيټ شو او فرښتے په سجدۀ شُکر کښې پريوتلې۔

       سِدْرَةُ الْمُنْتَهٰـى ته چې اورسيدلو نو حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام د وړاندې تللو نه معذرت اوكړو ، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : جبريل! د لارې د ملګرتيا دا طريقه نه ده چې په لاره كښې دِ ملګرتيا پريښودے شي. جبريل عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو :


 

 



[1]...حدائق بخشش ، صفحہ : 235۔