Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442
جبریل ٹھہر کر سِدرہ پر بولے جو بڑھے ہم ایک قدم
جل جائیں گے سارے بال و پَر اب ہم تو یہیں رہ جاتے ہیں([1])
يعني يارسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! که د دې ځائے نه يو قدم هُم وړاندې شوم نو د انوار و تجلياتو نه به زما وزرې اُوسوزي. بس زما هُم دا آخري حد دے.
بيا د هغه ځائے نه وړاندې تاجدارِ رسالَت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كوم ځائے پورې تشريف يوړلو ، د دې مكمل تفصيل الله پاک او د هغه رسول (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ته معلوم دے.
الله پاك خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته څه وركړل ، محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل ربّ تعالٰى نه څه واخستل ، الله پاك څه اوفرمائيل ، محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څه واوريدل ، د حبيب و محبوب ، طالب و مطلوب په مينځ كښې څه راز و نياز اوشو ، دا هم د الله او د هغه رسول (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ته معلوم دي ، قرآنِ كريم هُم دا راز نه دے ښكاره كړے بلكه فرمائى :
فَاَوْحٰۤى اِلٰى عَبْدِهٖ مَاۤ اَوْحٰىؕ(۱۰) (پارہ27 ، سورۃالنجم : 10)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : پس وحي اوفرمائيله خپل بنده ته كومه وحي ئې چې اوفرمائيله.
خو! دومره معلومه ده چې هلته د ګنهګار اُمَّت ذِكر هُم شوے وو او اُمَّت ته په شپه او ورځ كښې د معراج [يعني د لـمانځه] نِعمَت ورکولو د پاره او الله پاك په خپله بارګاه كښې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته بيا بيا د حاضريدلو شرف ورکولو د پاره ، او بيا بيا دا موقع ورکولو د پاره چې د خپل زړه ارمانونه عرض کړي ، الله پاك د 50 لمُونځونو تُحفه وركړه ، چې بيرته ئې تشريف راوړلو نو د حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام په عرض باندې د