Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat
وَسَلَّم په خدمت كښې تپوس اوشو: د رَمَضَانُ المُبارك نه پس كومې روژے افضل دي؟ اوئې فرمائيل: د رَمَضَانُ المُبارك د تعظيم د پاره د شَعبان روژے. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رَمَضَانُ المُبارك روژے خو فرض دي، دا خو به مونږه ضرور نيسو، د دې سره سره نفلي روژے نيول هم لازمي پكار دي، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! زمونږه بُزُرګانِ دينو به ډيرې زياتې نفلي روژے نيولې، راځئ چې د ترغيب د پاره دوه حكايتونه واورو: (1) په ”تاريخِ بَغداد“ كښې دي: حضرت سَيِّدُنا داوٗد طائي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مسلسل څلويښت كاله روژے نيولي دي خو د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اِخلاص دا حال وو چې د خپل كور کسان ئې هُم نه وو خبر كړي، چې كار له به تللو نو د غرمې ډوډئ به ئې ځان سره يوړله او په لاره كښې به ئې چا ته وركړه، بيا د ماښام نه پس به كور ته راغلو او طعام به ئې اوخوړلو.[2] (2) ”حِلْيَةُ الْاَولِياء“ د صحابۀ كرامو او اوليائے كرامو په سيرت باندې د حكمت نه ډكو اقوالو باندې مُشتمِل ډير نايابه كتاب دے، د دعوتِ اسلامي علمي او تحقيقي شُعبے اَلمَدِيْنَةُ الْعِلْمِيَّه زمونږ د آسانئ د پاره د دې اردو ترجمه په نوم د ”الله والوں کی باتیں“ کړی ده، دا بهترين او نايابه كتاب د مكتبةُ المَدينه نه هديةً حاصلولے شئ او د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه ئې فري ډاؤن لوډ کولے هم شئ. د حِليةُ الاولياء جلد6 په صفحه 266 دي: د حضرت قتاده رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُستاذ حضرت عبدُ الله بِن غالب حَدَّاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شهيد كړے شو، د دفن كولو نه پس د هغوئي د قبر د خاورې نه د مُشكو خوشبو راتلله، چا په خوب كښې اوليدلو نو تپوس ئې ترينه اوكړو: الله پاك تاسو سره څه مُعامَله اوفرمائيله؟ اوئې وئيل: