Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

ښه مُعامَله ئې راسرہ اوفرمائيله. تپوس ئې ترينه اوكړو: تاسو ئې چرته بوتلئ؟ اوئې فرمائيل: جَنَّت ته. خوب ليدونكي ترينه تپوس اوكړو: د كوم عمل په وجه؟  هغوئي اُوفرمائيل: د اِيمانِ كامل، تَهَجُّد او په ګرمئ كښې د روژو نيولو په وجه. خوب ليدونكي ترينه څلورم تپوس اوكړو: ستاسو د قبر نه د مُشكو خوشبو ولې راځي؟ هغوئي اُوفرمائيل: دا زما د تلاوت او په روژو كښې د تَندې خوشبو ده.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! د نفلي روژو نيولو څومره ډير بركتونه دي. مونږه واوريدل چې د رَمَضانُ المُبارَك د فرض روژو نه پس د ټولو نه افضل د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم روژے دي، زمونږ خوږ آقا، سردارِ انبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په دې مياشت كښې روژے نيول ډير زيات خوښول، مونږ له هم پكار دي چې د خپل خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په تابعدارئ كښې په شَعْبَانُ الْمُعَظَّم كښې ښې ډيرې روژے اُونيسو او په دې خوږو سُنَّتو باندې عمل اوكړو. عَلَّامه اِبنِ رجب حَنبلي فرمائي: شَعْبَان د رَمَضان د مياشتې د روژو د مشق مياشت ده. ([1])

     عام طور داسې وي چې د رَمَضانُ المُبارَك په شروع كښې روژے نيول لږ ګران وي، بيا په قلاره قلاره د روژو عادت جوړ شي، بيا چې كله د روژو نيولو په بركت زړه پاك شي او د روژو نيولو خوند شروع شي نو بيا رَمَضانُ المُبارَك په ختميدو وي. كه مونږه د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم نه نفلي روژے نيول شروع كړو نو د رَمَضانُ المُبارَك د راتلو پورې به مو د زړه هغه كيفيت جوړ شوے وي كوم چې عام طور د رَمَضانُ المُبارَك په آخِره كښې جوړيږي نو د رَمَضانُ المُبارَك د شروع نه به د روژو خوند رانصيب شي او اِنْ شَــآءالـلّٰـه رَمَضانُ المُبارَك كښې به زمونږ په زړونو کښې تقویٰ او پرهيزګاره پيدا شي.


 

 



[1]...لطائِفِ مَعَارِف ، صفحہ : 186۔