Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

اوكړے شي، که مونږه په خپلو ګناهونو پښيمانه شو او په ډيره زارئ سره د الله پاك په بارګاه کښې لاس پورته کړو او بخښنه اوغواړو نو كيدے شي چې د الله پاک رحمت په جوش كښې راشي او په دې مبارَكه مياشت كښې د بخښلو شوو خلقو په فهرست كښې زمونږه نوم هم شامل شي. مونږ له پكار دي چې دا موقع غنيمت اوګنړو، د دې نه فائده واخلو او په ډيره عاجزئ او په ژړا ژړا د الله پاك په بارګاه كښې د بخښنې سُوال اوكړو او د خپلو ګناهونو مُعافـي اوغواړو.

     دا هم ياد ساتئ! چې ” اِستِغفار “ د شَعبان سره خاص نه دے بلكه اِستِغفار مستقِل عبادت دے. د الله پاك حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بيشكه د اوسپنې په شان زړونه هم زنګ کيږي، بيا د دې صفائي اِستِغفار سره كيږي. ([1])

     په يو حديث شريف كښې اِرشاد فرمائي: چا چې په خپل ځان اِستِغفار لازم كړو، الله پاك به هغه ته د هر غم نه خلاصے وركړې. د هغه هر مشكل به آسان كړې  او هغه ته به د هغه ځائے نه رزق وركوي د كوم ځائے نه چې د هغه ګمان هم نه وي. ([2])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اِستِغفار معنٰى ده: د الله پاك نه د بخښنې سُوال كول. په احاديثو كښې د اِستِغفار مختلف الفاظ بيان شوي دي:” اَسْتَغْفِرُ اللّٰہ، اَسْتَغْفِرُ اللّٰهوئيل هم  اِستِغفار دے، د دې نه علاوه مونږه په خپله مورنئ ژبه كښې ”يا الله! ما اوبخښې، زما ګناهونه مُعاف كړې“ وغيره لوستلو سره هم اِستِغفار كولے شو. الله پاك په اِستِغفار كښې لوئ طاقت ايښودے دے، يو ځل امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه له يو كس راغلو او د باران نه كيدو شكايت ئې اوكړو، هغوئي اوفرمائيل: اِستِغفار وايه! دويم كس راغلو، هغه د تنګ دستئ شكايت اوكړو، هغوئي ته ئې هم  اوفرمائيل: اِستِغفار وايه! څه ساعت پس دريم كس


 

 



[1]...مجمع الزوائد ، کتاب التوبہ ، باب ما جاء فی الاستغفار ، جلد : 10 ، صفحہ : 250 ، حدیث : 17575۔

[2]...ابن ماجہ ، کتاب ادب ، باب الاستغفار ، صفحہ : 612 ، حدیث : 3819۔