Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat
راغلو، هغه د اولاد د پاره عرض اوكړو: هغه ته ئې هم اوفرمائيل: اِستِغفار وايه! لږ ساعت پس څلورم كس راغلو، هغه د فصل د كمي شكايت اوكړو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه ته هم د اِستِغفار وئيلو حكم اوكړو. حضرت ربيع بن صَبِيح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هلته حاضر وو، هغوئي عرض اوكړو: جناب! څو كسان راغلل، ټولو جدا جدا حاجتونه عرض كړل خو تاسو ټولو ته يوه وظيفه اوښودله، د دې وجه څه ده؟ د دې په جواب كښې امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يوكم ديرشمې سيپارے، سورۀ نُوح، آيت نمبر 12،11،10 تلاوت اوكړو:([1])
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْؕ-اِنَّهٗ كَانَ غَفَّارًاۙ(۱۰) یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًاۙ(۱۱) وَّ یُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّ بَنِیْنَ وَ یَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّ یَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًاؕ(۱۲) (پارہ29،سورۃالنوح:10-12)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : د خپل ربّ نه مُعافي اوغواړئ بيشكه هغه ډىر مُعاف كوونكے دے، په تاسو به تيز باران را اُووَروي او د مال او ځامنو په ذريعه به ستاسو مدد اوكړي او ستاسو د پاره به باغونه جوړ كړي او ستاسو د پاره به نهرونه جوړ كړي.
په تفسير صِراطُ الجِنان كښې د دې آيت لاندې دي: د ډيرو تجربو نه ثابت دي چې د اولاد حاصلولو، باران غوښتلو، تنګ دستئ نه نجات حاصلولو او د فصل د زياتوالي د پاره اِستِغفار وئيل بهترين قرآني عمل دے. ([2]) الله پاك دِ مونږ ټولو ته په كثرت سره د اِستِغفاركولو توفيق راكړې.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد